Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وطني غالیو د صادراتو د ۳۰ سلنه زیاتوالي په هکله خوشبیني

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تېرو درې میاشتو کې د تېر کال د ورته مهال پرتله د وطني غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېرو څلورو میاشتو کې ترکیې، امریکا، متحده عربي اماراتو، اېټالیا او ازبیکستان ته د غالیو صادرات څه باندې اووه مېلیونه ډالرو ته رسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد طلو‌ع‌نیوز ته وویل:«د ۱۴۰۲ کال د لومړۍ ربعې په درې میاشتو کې د غالۍ صادرات کابو ۲۶۰ متره مربع وو چې د هغه ټولیز ارزښت یې ۴ مېلیونه او ۴۷۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.»

بل خوا، د غالیو یو شمېر صادرونکي وایي، چې اوس‌مهال اروپايي او امریکایي هېوادونو ته په مستقیم ډول د غالیو صادرات زیات شوي دي.

پلورونکي محمد صابر په دې هکله د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«د یوه کال به لړ کې مو ډېر پلور کړی، زموږ ډېری پېرودونکي له هېواده بهر دي، او موږ په خپله لېږدولي دي.»

بل پلورونکی سید محمد هم وايي:«زموږ غالۍ د نړۍ په کچه ښې غالۍ دي د دې په وده کې باید اسلامي امارت، له موږ او سوداګرو سره مرسته وکړي چې موږ په خپله په دې برخه کې تولید او پلور ولرو، دا یو طبیعي څیز دی چې خلک وده کوي او د هېواد اقتصاد هم وده کوي.»

د غالیو د تولیدونکی او صادرونکو ټولنه وایي، چې له هېواده بهر نړۍوال نندارتونونه، په لاس د اوبدل شویو افغاني غالیو د سکټور د بازار موندنې لپاره ګټور وو او د نندارتونونو جوړېدو د دوی د صادراتو په زیاتېدو کې مهم رول لرلی دی.

د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنې رییس نور احمد نوري څرګندوي:«موږ د قزاقستان په استانه ښار کې له لاسته راوړونو د ډک نندارتون شاهد وو، موږ هیله لرو چې په راتلوونکي کې هم دا ډول نور ستر نندارتونونه هم جوړ شي او موږ خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په ۱۴۰۱ لمریز هجري کال کې د پاکستان، ترکیې، امریکا متحده ایالتونو، ازبیکستان او متحده عربي امارتو هېوادونو ته د ۲۲ مېلیون ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه