Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان غالۍ به د چین نړیوال نندارتون کې نندارې ته کېښودل شي

نن (جمعه، د لړم یوولسمه) به د چین په نړیوال نندارتون کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شي.

د غالۍ اوبدونکو او صادرونکو ټولنه وايي، په دغه نندارتون کې د افغانستان لپاره څلور غرفې جوړې شوې دي.

د غالۍ اوبدونکو او صادرونکو اتحادیې مرستیال محمد عمر سیار وايي: «په‌دې نندارتون کې له افغانستان څخه څلور شرکتونه ګډون کوي چې له نېکه مرغه ۳ یې د غالیو له سکتور څخه دي چې دا نندارتون د نومبر په څلورمه نېټه پیل شوی دی. دلته بېلابېل افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې کېږي.»

دوست محمد چې له ۲۶ کلونو راهیسې د غالیو کاروبار کوي وايي، په نړۍوالو نندارتونو کې د افغان سوداګرو ګډون کولی شي د افغانستان پر صادراتي توکو مثبت اغیز وکړي.

دوست محمد طلوع نیوز ته زیاتوي: «یو دا چې زموږ صنعت به وده وکړي، دویم به د غالیو د خرڅلاو اقتصاد وده وکړي. که زموږ د خلکو اقتصاد وده وکړي، موږ به د یوې غالۍ په پلورلو سره د څو کورنیو ملاتړ وکړو.»

د غالیو یو شمېر صادروونکي وايي، دمګړۍ اروپايي او امریکايي هېوادونو ته د افغانستان د غالیو د صادراتو بهیر له ځینو ستونزو سره مخ دی.

يو پلورونکي دين محمد زیاتوي: «له هغه وخته چې حکومت او رژيم بدل شو، موږ مستقيمې بهرنۍ الوتنې نه‌لرو، صادرات نه‌لرو او په ټلويزيون کې هم ځينې ادعاوې کېږي چې موږ غالۍ صادرې کړې، خو داسې و نه‌شول. ښايي د ایران او پاکستان له لارې او د ایران یا پاکستان په نوم تېر شي.»

يو بل پلورونکي احمد خان وايي: «له دې افغانستان څخه موږ بايد خپلې غالۍ له خپل هېواد څخه صادر کړو او بهر ته يې ولېږو، ځکه چې زموږ د افغانستان اقتصاد وده کوي.»

د غالیو د مولدینو او صادروونکو ټولنه وايي، په دې وروستیو کې د غالیو اوبدونکو په شمېر کې ډېرښت راغلی او په وینا یې حکومت باید د غالیو صادراتو ته زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه