د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د یو سلو څلورمې کالیزې له رارسېدو سره هممهاله، په ایران، پاکستان، ترکیې، امریکا، جرمني او د نړۍ په یو شمېرو نورو هېوادونو افغانانو دغه ورځ ولمانځله.
دوی د زمري ۲۸مه د افغانستان ځوان نسل لپاره مهمه او ښوونیزه ورځ ګڼي.
په ترکیې افغان کډول نوراحمد یورتداش وايي:«د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ۱۰۴مه کلیزه دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي. نن هغه ورځ ده چې زموږ نیکو د پردیو د یرغل په مقابل کې مبارزه کړې، له خاورې او ملي نوامیسو یې دفاع کړې. په ترکیه کې هم هر کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له بېلابېلو پروګرامونو سره لمانځل کېږي.»
په ایران کې افغان کډوال عزت الله هم وویل:«موږ نن ورځ لمانځو چې خپله خپلواکي مو له لوېدیځوالو او انګلیسانو اخیستې ده. موږ نن ویاړو چې د افغانانو په توګه دننه په کور او بهر دغه ورځ لمانځوو.»
افغانان هر کال د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د غونډو او مراسمو په جوړولو سره دغه ورځ لمانځي.
دوی وایي چې د هېواد خاوره د تاریخ په اوږدو کې څو ځلي، د نړۍ د قدرتونو له یرغل سره مخ شوې او زیاتوي چې د هېواد خپلواکي د بهرنیو قدرتونو پر وړاندې د دوی د نیکونو د مبارزو د هڅو پایله ده.
په ترکیې کې افغان کډوال جمال الدین وویل:«افغانستان د خپل جیوپولیټیکي، جیو سټراټيژيکي او جیو ایکانومیکي اهمیت پر بنسټ، په ځلونو د نړۍ د ځواکونو لکه انګریزانو، روسانو او امریکایانو له خوا پرې یرغل شوی دی. خو دغه ځواکونه له یوې مودې وروسته اړ شوي چې افغانستان پرېږدي. ځکه د افغانستان د خاورې مدیریت کول او د افغانستان د قومونو تابع کول اسانه کار نه دی. موږ د خپلو نیکو مبارزو ته د قدر په سترګه ګورو او د هېواد د خپلواکۍ ورځ هر کال په ترکیه کې لمانځوو.»
له نننه یوسلو څلور کاله وړاندې شاه امان الله خان د برېټانیې پر وړاندې پاڅون وکړ او بالاخره یې له برېټانیې د افغانستان خپلواکي واخیسته.
که څه هم افغانستان هېڅکله د برېټانیا د امپراتورۍ برخه نه وه، خو په ۱۹۱۹ کال کې د افغانستان او برېټانیا ترمنځ د تړون له لاسلیک کېدو وروسته افغانستان له برېټانیا خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
په دې اړه مو اندونه