Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر افغان کډوالې د جنسي تېري له امله د دوو ترکي سرتېرو محاکمه کېدل

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د ترکیې د یوې محکمې له خوا د دغه هېواد دوه سرتېري پر یوې افغان کډوالې د جنسي تېري په تور په ۳۲ او ۳۷ کلونو بند محکوم شوي دي.

د رپوټونو له مخې، دغو دوو پوځیانو د تېر کال د مرغومې میاشتې په دویمه، د ترکیې په ختیځ وان ولایت کې ایران ته د افغان کډوالو د اړولو پر مهال پر دغې ښځې جنسی تېری کړی و.

بلخوا، د کډوالو د حقونو فعالان پر دې باور دي چې د بې وزلۍ زیاتوالی، اقتصادي ستونزې او د کاري فرصتونو نشتوالی له هېواده د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ اصلي لاملونه دي.

د کډوالو د حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ وايي:«د کډوالو د وضعیت د ښه‌والي په پار، د ډپيلوماټيکو خبرو اترو سربېره، د اسلامي امارت چارواکي باید هېوادوالو ته د دندې او ژوند زمینه برابره کړي چې د دا ډول کډوالو مخنیوی وکړي.»

بل خوا، په پاکستان، ایران، ترکیې او د نړۍ په نورو هېوادونو کې افغان کډوال وایي، چې په بد وضعیت کې دي او د زده‌کړو، کار او د وګړو له نورو حقونو بې برخې دي.
              
په پاکستان کې افغان کډوال فیض الله ترک په دې هکله څرګندوي:«په نړۍ کې که د کډوالو د حق او حقونو په کله که ووایم، له بدغه مرغه چې افغانان اصلاً حقوق نه‌لري چې د کوم هېواد او یا د کوم بنسټ له خوا تامین شي. هره ورځ وینو چې افغان کډوال په ایران، پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د پولیسو او کسانو له خوا وهل ډوبول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې د ترکیې په ګډون د افغان کډوالو پر وړاندې د ځینو هېوادونو د نظامیانو د ناوړه چلند په تړاو بېلابېل رپوټونه خپاره شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه