د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه ډېر ژر به، د سرپرست حکومت یو پلاوی ترکیې ته سفر وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ترکيې له نوي سفیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ویستلو پر ځای دې د دوی لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:«د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ترکيې له سفیر سره په لیدنه کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي او دغه راز په پام کې ده چې په نږدې وخت کې افغان پلاوی د کډوالو ستونزو د حل لپاره ترکيې ته لاړ شي.»
د وزارت ویاند همداراز زیاتوي، خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د ترکيې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره دې په ترکیه کې د کډوالو اتشو ته اجازه ورکړل شي.
ورته مهال ځينې افغان کډوال نیوکه کوي، چې د ترکيې، ایران او پاکستان د پولیسو له لوري ځورول کېږي.
کډوال فیصل نظامي وویل:«په دې وروستیو کې ترکیه کې د افغان کډوالو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوي، چې یوه له ډېرو جدي ستونزو دلته د افغانانو نیول کېدل او د پولیسو له لوري ځورونه ده، چې باید دا لړۍ بنده شي.»
بل کډوال علي حسیني هم څرګندوي:«کله چې د پاکستان حکومت د کډوالو لپاره ضرب الاجل وټاکه له هغې وروسته د افغان کډوالو ځورونه زیاته شوي چې اوسمهال په ډېر بد وضعیت کې د ژوند شپي او ورځې تېروي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ناقانونه کډوالو د ویستلو لپاره د پاکستان د لنډمهاله حکومت د ضرب الاجل پای ته نږدې دوه اوونۍ پاتي دي؛ خو د کډوالو د حقونو ځیني فعالان ټینګار کوي چې پاکستان باید په دې اړه له سره غور وکړي.
په پاکستان کې د کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفي وویل:«افغان حکومت باید لاس په کار شي او هغه ستونزې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودي دي هوارې کړي، ترڅو پر کډوالو شته فشارونه کم شي.»
په ایران کې د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی هم زیاتوي:«په ایران کې له افغان کډوالو سره ښه چلند نهکېږي او هغه وخت دوی د ټلېفون سیمکارت اخیستلی شي چې کله قانوني اسناد ترلاسه کړي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د تلې میاشتې په ۲۴مه نېټه څه باندې ۳۰۰۰ کسان له ایرانه په جبري او داوطلبانه توګه او څه باندې ۵۰۰ کورنۍ له پاکستانه، هېواد ته راستانې شوې دي.