Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنې لا هم له خلکو قرباني اخلي

د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ رییس نورالدین رستم‌خېل طلوع نیوز ته وايي چې د ۲۰۲۳ زیږدېز کال له پېله تر اوسه په ټول هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې نږدې ۴۰۰ کسانو ژوند بایللی او یا هم ټپیان شوي دي.

ښاغلی رستم خېل زیاتوي، چې په دې موده کې له ۲۰۰ ډېرې پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې له ۱۲۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس زیاتوي:«د ۲۰۲۳ کال له پېله تر اوسه په ټول افغانستان کې موږ ۲۰۷ پېښې لرو چې دغه پېښې ۳۷۲ قربانیان لري. په دې کې ۱۲۲ شهیدان، ۲۵۰ ټپیان دي او له دې ډلې بیا ۲۲۴ ماشومان دي.»

ورته مهال ځينې ماین پاکان وايي، هڅه کوي چې په هېواد کې ناچاوده ماینونه او توکي له منځه یوسي.

ماین پاک محمد عزیز طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ بېلابېل ډوله ماینونه پیدا کړي دي او له منځه مو وړي، چې له دې سره مو د خلکو ژوند ژغورلی او موږ به لا هڅه وکړو، چې داسې خطرونه له‌منځه یوسو.»

عصمت الله یو له هغو کسانو دی چې د ناچاودو ماینونو له امله يې د بدن یو غړی له لاسه ورکړی دی.

د ماین قرباني عصمت الله څرګندوي:«ما چې کله د سهار لمونځ وکړ، نو له خپلو دوه لورګانو سره د بوټو کولو لپاره غره ته لاړم، کله مې چې بوټي ویستل، نو په همدې وخت کې ماین را باندې چاودلی و، خو زه په ځان نه‌وم پوه شوی چې یو وخت کې را بیدار شوم یوه پښه مې نه وه.»

د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست د شمېرو له مخې په هېواد کې د ماین پاکۍ په برخه کې ۹ ملي او نړۍوالې موسسې فعالیت کوي او په خبره يې، د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا ۳۰۰ د ماین پاکۍ ټیمونه په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه