Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روزګان والي: په نږدې راتلوونکي کې به لس کانونه استخراج شي

د روزګان والي محمد عالي جان احمد په دغه ولایت کې په نږدې راتلوونکي کې د لسو کانونو د رایستلو د چارو د پېل خبر ورکوي.

د ښاغلي احمد په وینا، دغه کانونه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار، دهراوود، چهارچینو، خاص روزګان او چوره ولسوالیو کې موقعیت لري چې ۹ یې د فلورایډ ډبرې او یو یې د فیروزې ډبرې کانونه دي.

نوموړی زیاتوي چې د دغو کانونو د راویستلو چارو له پیلېدو سره به د روزګان سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

د روزګان والي وویل:«په روزګان ولایت کې لس کانونه منظور شوي چې په تړون ورکړل شي او دغه کانونه له سترو تړونونو سره شرکتونو ته سپارل شوي او موږ ته ډاډ راکړل شوی چې د هغه استخراج به هم دېر ژر پېل شي.»

بل خوا، د روزګان ځينې اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې د یادو کانونو له را ایستلو وروسته دې د پروسس چارې هم په روزګان کې وشي څو د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

دوی زیاتوي چې د دغو کانونو له تړون څخه د ترلاسه کېدونکو پیسو یوه برخه دې په روزګان کې پر پراختیايي پروژو ولګول شي.

د پوهنتون استاد سیدولي صدیقي وویل:«دغه خلک ډېر کړېدلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې هغوی ته پاملرنه وشي.»

د روزګان اوسېدونکی غلام نبي شجاع هم وايي:«تراوسه په روزګان ولایت کې ډېر کسان دي چې له بې‌کارۍ کړېږي، دوی ته باید په یوې خبره کې پاملرنه وشي او د کار زمینه ورته برابره شي.»

د روزګان اوسېدونکی عبدالباري مخلص هم څرګندوي:«په دغه ولایت کې د سړک، پل‌چکونو، پارکونو جوړولو ته اړتیا ده چې باید دلته اقدام وشي او په هغې کې له خلکو کار واخیستل شي.»

د روزګان د سیمه‌ییزو مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، تمه ده چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې هم د فلورایډ ډبرې د دوو نورو کانونو د استخراج تړون هم د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شي.

د روزګان ځينې اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې د یادو کانونو له را ایستلو وروسته دې د پروسس چارې هم په روزګان کې وشي څو د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

تصویر بندانگشتی

د روزګان والي محمد عالي جان احمد په دغه ولایت کې په نږدې راتلوونکي کې د لسو کانونو د رایستلو د چارو د پېل خبر ورکوي.

د ښاغلي احمد په وینا، دغه کانونه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار، دهراوود، چهارچینو، خاص روزګان او چوره ولسوالیو کې موقعیت لري چې ۹ یې د فلورایډ ډبرې او یو یې د فیروزې ډبرې کانونه دي.

نوموړی زیاتوي چې د دغو کانونو د راویستلو چارو له پیلېدو سره به د روزګان سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

د روزګان والي وویل:«په روزګان ولایت کې لس کانونه منظور شوي چې په تړون ورکړل شي او دغه کانونه له سترو تړونونو سره شرکتونو ته سپارل شوي او موږ ته ډاډ راکړل شوی چې د هغه استخراج به هم دېر ژر پېل شي.»

بل خوا، د روزګان ځينې اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې د یادو کانونو له را ایستلو وروسته دې د پروسس چارې هم په روزګان کې وشي څو د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

دوی زیاتوي چې د دغو کانونو له تړون څخه د ترلاسه کېدونکو پیسو یوه برخه دې په روزګان کې پر پراختیايي پروژو ولګول شي.

د پوهنتون استاد سیدولي صدیقي وویل:«دغه خلک ډېر کړېدلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې هغوی ته پاملرنه وشي.»

د روزګان اوسېدونکی غلام نبي شجاع هم وايي:«تراوسه په روزګان ولایت کې ډېر کسان دي چې له بې‌کارۍ کړېږي، دوی ته باید په یوې خبره کې پاملرنه وشي او د کار زمینه ورته برابره شي.»

د روزګان اوسېدونکی عبدالباري مخلص هم څرګندوي:«په دغه ولایت کې د سړک، پل‌چکونو، پارکونو جوړولو ته اړتیا ده چې باید دلته اقدام وشي او په هغې کې له خلکو کار واخیستل شي.»

د روزګان د سیمه‌ییزو مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، تمه ده چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې هم د فلورایډ ډبرې د دوو نورو کانونو د استخراج تړون هم د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه