Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د عصري او دیني زده کړو زمینې برابرولو ته د پوهنې وزارت ژمنتیا

د ښوونکي نړۍواله ورځ د کابل په اماني لېسه کې د پوهنې وزارت له لوري ولمانځل شوه.
د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره زده‌کړې یوه مهمه اړتیا بولي او زیاتوي، دغه وزارت هڅې کوي چې، په ټول هېواد کې د عصري او دیني زد‌ه‌کړو لپاره زمینه برابره کړي.
د پوهنې سرپرست وزیر، حبیب الله آغا و ویل: «د پوهنې وزارت ژمن دی، تر څو د خپلو ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو په رڼا کې خپلو ټولو هېوادوالو ته د دیني او عصري او دیني زده کړو په برخو کې د ښو او متوازنو زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي.»
د رييس الوزرا اداري مرستیال په دې مراسمو کې وویل، د پوهنې بهیر پیاوړتیا د اسلامي امارت په کاري لومړیتوبونو کې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: «د افغانستان ځینې سیمې چې په تېرو کلونو کې د پوهنې له خدماتو محرومې وې یا هلته هیڅ ډول ښوونځي او مدرسې نه وې، د اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان په ټولو سیمو کې باید ښوونځي او مدرسې فعالې شي.»
په دې مراسمو کې د چارو ادارې رييس په ډاګه کړه، چې یو شمېر هېوادونو غوښتل د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د هېواد د پوهنې بهیر په خپله خوښه جوړ کړي.
د چارو ادارې رییس، نورالحق انور و ویل: « نړۍوالو سره د اړیکو خبره وه، د امریکا د منفي ځوابونو او د رسمیت نه پیژندلو یواځنې سبب د دوي په خوښه د هېواد د پوهنې بهیر جوړل دي، عبوري حکومت ورسره و نه منله، امریکا هم له خپلې همکارۍ نه په شا شوه، سره له دې چې تر سټینګر پورې یې وسایل ورکړي وای ځکه د ده دښمن ورباندې وهل کېده او تباه کېده.»
د رييس الوزرا د اداري مرستیال په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پوهنې وزارت په ۱۸ زره او ۴۹۸ ښوونځیو او مدرسو کې د څه باندې ۲۰۰ زره ښوونکو په وسیله شاوخوا لسو میلیونه زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه