Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مطیع الله ویسا له ۲۱۵ ورځو بند وروسته خوشی شو

د قلم لارې بنسټ ایښودونکی او د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا تر ۲۱۵ ورځو بند وروسته خوشې شو.

د ښاغلي ویسا ورور عطاالله ویسا د دغه خبر د پخلي ترڅنګ طلوع نیوز ته وایي چې، ښاغلی ویسا نن تر غرمې وروسته د اسلامي امارت له بنده خوشې شوی دی.

د مطیع الله ویسا ورور، عطاالله ویسا طلوع نیوز ته د خپل ورور خوشې کېدل تایید کړي او زیاته کړې یې ده چې ورور یې نن (پنج شنبه) له غرمې وروسته کور ته رسېدلی دی.

عطاالله ویسا طلوع نیوز ته و ویل: « مطیع الله ویسا له اووه میاشتې تنفیذي بند وروسته نن ازاد شو. کورنۍ، ملګري او ملت خوشحاله دی. موږ غواړو چې د مدني ټولنې ټول بندیان ازاد شي، که هغه وروڼه دي او که خویندې.
مطیع الله ویسا چې د نجونو ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په تړاو فعالیت کاوه د روان هجري لمریز کال په وري میاشت کې د اسلامي امارت ځواکونو له خوا نیول شوی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه