Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلخمري کې د امام زمان پر جومات برید کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي

پخواني ولسمشر حامدکرزي او د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د ایران بهرنیو چارو وزارت، یوناما، د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په پلخمري ښار کې پر جومات ځانمرګی برید غندلی دی.

دغو چارواکو او بنسټونو ویلي چې د ولسي وګړو او لمونځ کوونکو په نښه کول هېڅ دیني او عقلاني توجیه نه‌لري.

ښاغلي کرزي او ښاغلي عبدالله د دغې پېښې د عاملانو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
 
حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«دغه ترهګریز برید چې له ټولو انساني او اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی، په سختو ټکو غندم.»

عبدالله عبدالله هم د دغې پېښې په تړاو داسې لیکلي:«دغه غیر انساني او غیر اسلامي عمل شدیداً غندم او ټينګار کوم چې دغه راز کړنې په هېڅ عقیدتي او فکري چوکاټ کې د منلو وړ نه‌دي او د نه بښنې وړ دي.»
 
په افغانستان کې د یوناما دفتر، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې د ملکيانو او  لمونځ کوونکو په نښه کول هېڅ ډول دیني او عقلاني توجیې نه‌لري.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د  بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنټ وايي:«زه په پلخمري کې د جمعې ورځې ځانمرګی برید چې لسګونه شیعه لمونځ کوونکي په‌کې ووژل شول او داعش یې مسوولیت پرغاړه واخیست، غندم.»           

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړی استازی رینا امیري هم د اېکس پر پاڼه لیکلي:«د شیعه ټولنې پر وړاندې بریدونه د هغې تنوع لپاره ګواښ دی چې افغانستان تعریفوي.» 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په هکله ویلي:«په جومات کې د لمونځ کوونکو او مومنانو په نښه کول تر ټولو رذیلانه ترهګریز جنایت او د اسلام د مبین دین له رحماني لارښوونو د هغو د عاملانو د لېرې والي ښودنه کوي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پېښې په تړاو د تازه جزییاتو په هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دا د دې ښودنه کوي چې د داعش ښکارنده د له‌منځه تلو تر سرحده رسېدلې چې یوه لېرې پراته ولایت ته ځي او په هغه جومات کې چې امنیتي پوښښ نه‌لري، چاودنه کوي چې یو ماشوم هم دا کار کولای شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ځایي مسوولانو په وینا، د جمعې ورځې په ځانمرګي برید کې چې داعش ډلې یې مسوولیت پرغاړه واخیست، اوه تنه وژل شوي او اوولس تنه نور ټپیان شوي دي. 

د پېښې شاهدان په دې پېښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمېر له هغه څه لوړ ګڼي چې د بغلان چارواکو اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه