Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیل ټرنر: له افغانستان سره ډپيلوماټیک تعامل یوه اړتیا ده

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر مسوول له طلوع نیوز سره په مرکه کې له افغانستان سره د نړۍ د ډپيلوماټیکو اړیکو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ټرنر ویلي په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د لا ښې مرستې او د هېواد د بیارغونې لپاره اړتیا ده، چې په افغانستان کې ډېر سفارتونه فعال شي.

نیل ټرنر ویلي:«موږ د رسمیت پېژندنې په تړاو نظر نه‌لرو؛ خو هغه څه چې موږ يې غوښتنه کوو، ډيپلوماټيک تعامل دی، څو ډاډمن شو، چې د نړۍوالې ټولنې په ګډون مرستندويه ټولنې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، موږ اړتیا لرو چې په افغانستان کې ډيپلوماټيکې استازولۍ فعالې وي، يو شمېر سفارتونه فعال دي. خو اړتیا لرو چې نورې استازولۍ فعالې شي څو د بیارغاونې په برخه کې چې یوه مهمه اړتیا ده، همکاري وکړي.»

ښاغلی ټرنر همدارنګه د خپلو خبرو په لړ کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه د هېواد د راتلونکي په زیان دي او باید په دې تګلاره کې بدلون راشي.

نوموړي په دې هکله وویل:«دا موردونه د ښځو پر وړاندې ستر اقدامات دي او موږ يې د لېرې کېدو غوښتنه کوو، يو يې د پوهنې سستم دی، ښځې او نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د زده‌کړو او تحصیل اجازه نه‌لري، دا اقدام د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېر ورانوونکی دی.»

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر مسوول د افغانستان لپاره پلان جوړونه او په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره سیمه‌ییزه تګلاره مهمه بولي.

نیل ټرنر څرګندوي:«زه فکر کوم چې یوې سیمه‌ییزې تګلارې ته اړتیا ده. د افغانستان لپاره د پلان جوړونې ترڅنګ، په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو نړۍوال ملاتړ ته هم اړتیا ده.»

نیل ټرنر له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه نیوکه کوي او وایي چې په نورو هېوادونو کې مېشت کډوال باید په زور ونه ایستل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه