Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت د رحم د سرطان له منځه وړو هڅې پیل کړي

د رحم د سرطان پر وړاندې د مبارزې له نړۍوالې ورځې یوه ورځ وروسته، د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، دغه وزارت په هېواد کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې عامه پوهاوی ډېر کړي.

د یاد وزارت مسوولین وایي چې او دا مهال په کابل، بلخ او هرات کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکزونه فعال دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل طلوع نیوز ته و ویل: «موږ د عامه پوهاوي په مرسته د سرطان په اړه عامو خلکو ته عامه پوهاوی کړی دی، خو په دې برخه کې لا هم ډېر کار ته اړتیا شته ځکه په دې برخه کې په تېر کې ډېر کار نه دی شوی. د سرطان د درملنې لپاره موږ په کابل، بلخ او هرات کې ځانګړي مرکزونه هم لرو.»

د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره د دې ناروغۍ پر نه ختمېدو اندېښنه ښودلې ده او ویلي دی، چې د بې وزلو هېوادونو ښځې او دغه راز د بډایو هېوادونو څنډې ته کړای شوې ښځې له دې ناروغۍ ځورېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان لیکلي: «له هغه وخته چې موږ درې کاله وړاندې د رحم د سرطان د له منځه وړلو لپاره نړۍواله ستراتیژي جوړه کړه، په دې برخه کې د پاموړ پرمختګونو شاهدان وو، خو په بې وزلو هیوادونو کې ښځې او په بډایو هیوادونو کې بې وزله او څنډې ته کړای شوې ښځې په غیر متناسب ډول له دې ناروغۍ ځورېږي.»

اوس پوښتنه دا ده، چې ښځې څه ډول کولای شي، د دې ناروغۍ پر وړاندې ځان وقایه کړي.

ډاکټرې، نجم السما شفاجو و ویل: «اړتیا ده چې په افغانستان دا کې دا وایرس وموندل شي، ترڅو د هغې درملنې وشي او څوک چې اړتیا ورته لري بلکې ټولې ښځې یې باید پر وړاندې واکسین شي.»

بلې ډاکټرې، تمکین ایوبي امان څرګنده کړه: «د پښو درد، د ملا درد، بې هوښه کېدل او په ځینو ښځو کې روحي او جسمي کمزورتیاوې د دې ناروغۍ نښې نښانې دي.»

که څه هم د عامې روغتیا وزارت د رحم سرطان پر ناروغۍ د اخته ښځو د تازه شمېرو په تړاو څه نه وایي، خو زیاتوي چې په ۲۰۲۰ کال کې په هېواد کې پر دغې ناروغۍ نږدې دوولس سوه ښځې اخته وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه