Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ریاست الوزرا مرستیال: د نړۍ له ټولو هېوادونو سرې ښې اړیکې غواړو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره په لیدنه نیوکه کړې، چې ګاونډیو هېوادونو د ټولو بشري او نړۍوالو قوانینو پرخلاف د قانوني افغان کډوالو ایستل پیل کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: « دا ډولې لیدنې به ګټورې وي ځکه موږ د اروپایي ټولنې په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو، د یادې ټولنې استازي کابل کې شته دي او د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې پرمهال ورته د حکومت دریځ وړاندې کیږي.»

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویلي، افغانستان د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او همکاریو په محراق کې دی او په وینا یې دغه ټولنه به له افغانستان سره ۱۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.

د چارو ځينې شنونکي وايي، دغه ډول لیده کاته کولی شي د سرپرست حکومت د ثبات او همداراز د اوسنیو ننګونو د حل لامل شي.

سیاسي شنونکي، سید قریب الله سادات و ویل: «د اسلامي امارت چارواکو او نړۍوالو ترمنځ دا ډول لیدنې ولس ته هیلې ورکوي، حکومت ته ثبات ورکوي او د ستونزو د حل لپاره لار پرانیزي نو دا ډول لیدنې نه یوازې ګټورې بلکې اړینې هم دي.»

د سیاسي چارو بل شنونکي، عبدالغفار کامیاب و ویل: «یو عمده او د پام وړه مساله دا ده چې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د افهان او تفهیم ژبه رامنځته شي،دا ژبه که څه هم تر دې دمه رامنځته شوي خو د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ باید خبرې اترې وشي.»

د اسلامي امارت چارواکو تل د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تعامل او ښو اړیکو غوښتنه کړې ده.

د ویول ده چې، تر دې مخکې اروپايي ټولنې له پاکستانه له رااېستل شویو افغانانو سره د مرستو په موخه د ۶۱ میلیونه یورو د مرستو خبر ورکړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه