Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: نړۍ سره د ا.ا اړېکې د غوړېدو په حال کې دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، ویلي چې اسلامي امارت په امنیتي او اقتصادي برخو کې ډيرې لاسته راوړنې لري.

امیرخان متقي چې کابل کې د ریاض العلوم مدرسې څخه د ۵۰ تنو زده کوونکو د دستاربندۍ په مراسمو کې خبرې کولې ویلي، امیر خان متقي په لسګونو هېوادونو کې د اسلامي امارت د سفارتونو فعالیت او د نړۍ له هېوادونو سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د سرپرست حکومت د اړیکو ښه والی، د رسمیت پیژندنې په مانا بولي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي و ویل: «د تېر په پرتله اداري فساد هم کم شوی او له نړۍ سره مو اړیکې هم ورځ په ورځ ښې کیږي، چې د نړۍ هېوادونه زموږ ویزه مني، پاسپورټ مني، له موږ سره سوداګري کوي او موږ د دوی منو او ورسره سوداګري کوو، همدا رسمیت ده.»

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دغو مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت په دې لټه کې دی چې د مدرسو او ښوونځيو ترمنځ واټن کم شي او نوی نسل د اسلامي عقایدو په درلودلو سره عصري زده کړې هم ترلاسه کړي.

د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: «موږ باید د کمیت او کیفیت له اړخه خپلې دیني مدرسې پیاوړې کړو ترڅو خپله ټولنه په سم ډول رهنمایي کړو او هېواد کې اسلامي نظام د تل لپاره ټینګ کړو.»

د پوهنتون یو شمېر استادان بیا د دیني علومو ترڅنګ پر عصري علومو هم د ټینګار سربیره وايي، د نجونو پر مخ باید له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

د پوهنتون استادې، تفسیر سیاه‌پوش طلوع نیوز ته و ویل: «دا ډېره ښه ده چې د دیني علومو لپاره موږ مدرسې ولرو او ترڅنګ یې باید ښوونځي و پوهنتونونه هم پرانیستي وي، د دوی پام باید دې ته هم وي چې د نجونو پرمخ څنګه تړلي ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.»

د پوهنتون استادو ایمل دوستیار و ویل: «د پوهنتونونو دروازې باید پرانیستل شيو د ټولنې د ټولو پوړونو دا حق دی چې زده کړې وکړي.»

د دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ هيڅ یوه هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دغو مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت په دې لټه کې دی چې د مدرسو او ښوونځيو ترمنځ واټن کم شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه