په هرات ولایت کې د جمعې ورځې د وسله وال برید د قربانیانو کورنۍ، د دغې پېښې د عاملینو د نیولو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
د هرات ولایت په لویدیځ کې تېره ورځ د وسله وال برید په پایله کې دوه دیني عالمانو او دوه ښځو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د یوه وژل شوي ورور، علي رضا و ویل: «دولت باید دا [پېښې] جدي ونیسي او عاملین یې پیدا کړي، ترڅو به موږ داسې در په دره یو.»
په هرات ولایت کې د تېرې ورځې په برید کې د وژل شوي دیني عالم کورنۍ چې د ویر په ټغر ناسته ده، له مسوولینو غواړي چې د برید عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
د یوه وژل شوي د کورنۍ غړی، محمد علي و ویل: «باید امنیت ونیسي، دلته دوه پوستې دي نو بیا ولې دا بریدونه کیږي، موږ کارګر یو کله چې کور ته راځو ټول مو پلټي.»
قنبر چې یو کارګر دی، د هرات د تېرې ورځې په برید کې ټپي شوی دی، هغه د خپلوانو د خوښۍ په مرسمو کې ګډون په موخه تللی و، چې د راستنېدو پر مهال د برید موخه ګرځيدلی دی.
قنبر د طلوع نیوز خبریال ته وویل: «ټوپک یې د څادر لاندې وو او کله چې له موټر ښکته شو بیا یې د موټر دروازه هم بنده نه کړه، پوښتنه یې وکړه چې کومه راغلي یئ، زموږ ملا یې خبرو ته هم پرېنښود او ډزې یې پیل کړې.»
د قنبر خپلوان، محمد علي علي زاده هم په دې اړه وویل: «زه له اسلامي امارته غواړم چې د دې وژنو عاملین پیدا کړي.»
د هرات سیمه ییز مسوولین هم دغه پېښه غندي او ډاډ ورکوي چې د یادې پېښې عاملینو ته به د نیول کېدو وروسته سزا ورکړل شي.
د هرات د والي ویاند، نثاراحمد الیاس په دغه ولایت کې د تېرې ورځې د برید په اړه وویل: «د هرات سیمه ییزه اداره په دې غم کې ځان شریک بولي او ملت ته ډاډ ورکوي چې مسوولین هڅه کوي چې د دې پېښې عاملین ونیسي.»
د کورنیو چارو وزارت هم د هرات په لویدیځ کې پر ملکي وګړو دغه وسله وال برید ترهګریز بللی دی.
په کابل کې د ایران سفارت هم، دغه پېښه غندلې ده او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتي چې د دغه خونړي برید عاملینو ته سزا ورکړي.
په دې اړه مو اندونه