Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ترور شوي ډاکټر کورنۍ د قاتلینو د نېولو غوښتنه کوي

د کابل د طبي پوهنتون د طبي زده کړو د پراختيا د رييس د کورنۍ غړي او خپلوان له سرپرست حکومته غواړي چې د زوی قاتلين یې پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

ډاکټر عبدالغفار همدرد چې د کابل د طبي پوهنتون د طبي تحصیلاتو د پراختيا رییس په توګه یې هم دنده پر مخ وړله، تېره ورځ (چهارشنبه د مرغومي ۶مه) د کابل په کارته نو سیمه کې د خپل کتنځای (معاینه خانه) مخ ته و وژل شو.

د وژل شوي پلار طلوع نیوز سره خبرو کې و ویل: «له دندې څخه راګرځېدلی و، معاینه خانې ته چې رارسېدلی له موټر چې ښکته شوی، ظالمانو پر په زینه کې یو له بره او بل د زینو له لاندې پرې ډزې کړي دي.»

د ډاکټر عبدالغفار د کورنۍ غړي او ملګري له سرپرست حکومته غواړي چې د دغې پیښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د وژل شوي ملګري، عبدالرحیم و ویل: «له دولت زموږ غوښتنه دا ده چې د ډاکټر صېب قاتلین ونیسي.»
د وژل شوي پلار زیاته کړه: «له دولت مې غوښتنه دا ده چې قاتلین یې ونیسي، سزا ورکړي. زما اولاد یې تباه کړ چې هغه هم خدای تباه کړي.»

د کابل د طبي علومو پوهنتون رییس هم، د دغه پوهنتون د طبي تحصیلاتو د پراختیا د رییس، عبدالغفار ترور یوه ستره ضایعه بللې ده.

د کابل د طبي علومو د پوهنتون رییس، اسدالله نجات په دې اړه و ویل: «موږ په دې غم کې شریک یو، دا د افغانستان ملت او د دوی کورنۍ ته لویه ضایعه ده.»

د کابل امنیه قومنداني بیا وايي، د دغې قضیې په تړاو یې یو تن نیولی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ و ویل: «په خواشینۍ سره خبر شوو چې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند سیمه کې د عبدالغفار همدرد په نامه یو ډاکټر د خپلې معاینه خانې مخې ته وژل شوی دی، پولیس سیمې ته رسیدلي او له پلټنو وروسته یې یو تورن کس نیولی دی.»

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي و چې د امنیتي او جنايي پیښو د مخنیوي په موخه یې د ښار په بیلابیلو سیمو کې څه باندې ۷۵ زره امنیتي کمرې لګولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه