Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د بهرنیو عالمانو د سفرونو پایلو ته یوه کتنه

  په وروستیو څه باندې دوه کلونو کې د ګڼو هېوادونو دیني عالمانو کابل ته سفرونه کړي او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دغو ناستو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په اړه هم خبرې شوي، خو تر اوسه د دغو لیدنو کتنو ګټه څه وه؟       

 په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په دوو کلونو کې د څورلس سوه یو کال د زمري میاشتې پر څلورمه د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو د لړم پر دریمه د ترکیې دیني عالمانو او د څورلس سوو دویم لمریز کال د زمري میاشتې په اتمه د بریتانیا دیني عالمانو او دغه راز د وږي د میاشتې په نهمه د اسلامي هېوادونو عالمانو افغانستان ته سفرونه کړي دي خو افغانستان ته د دیني عالمانو د سفرونو ګټه څه وه؟

د پوهنتون استاد، فضل الهادي وزین په دې اړه وایي: « اسلامي امارت باید د دغه پلاوي چې په نړۍ کې د اسلامي علماوو د یو ستر بنسټ استازولي کوي، مشورو ته درناوې وکړي او د دوی نظرونه به د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو او د اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې ګټور ثابت شي.»

د پوهنتون استاد یو بل استاد، حسن حقیار هم په دې اړه وویل: « دوی(علما) د شریعت روح او موخې ښې پېژني او ډېر ښه پوهیږي چې د ښځو زده کړه او کار څرنګه ده.»

په دې لړ کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د خپلو کتنو په لړ کې دا ځل د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، چې په نړۍوالو چارو کې د اسلامي هېوادونو او مسلمان امت یووالی د اسلامي هېوادونو یوه اړتیا ده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وایي: « د دوی مشورې په بېلابېلو برخو کې وې وروسته بیا علمي هم شوې.»

بل خوا، د دفاع وزارت سرپست محمد يعقوب مجاهد هم د دغه پلاوي سره هم په کتنه کې ویلي دي چې دغه راز کتنې د دولتونو او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاووړتیا لامل کیږي

ورته مهال، د هېواد د سترې محکمې مشر هم له دغه پلاوی سره په کتنه کې د غزې د روان وضعیت په تړاو د اسلامی هیوادونو پر چوپتیا نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې دا د مسلمانانو مکلفیت دی چې د دغه راز جنایتونو پر وړاندې ودرېږي.

له دې سره هم مهاله، د پوهنې وزارت سرپرست پرون په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیر سره کتلي او د دې ټولنې سفیر د هېواد په بېلابېلو برخو کې د زده کوونکو لپاره د ۴۰۰ ښوونځیو د بیارغونې خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت سرپست محمد يعقوب مجاهد هم د دغه پلاوي سره هم په کتنه کې ویلي دي چې دغه راز کتنې د دولتونو او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاووړتیا لامل کیږي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه