Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنې وزارت د ښوونکو لپاره د ۱۰۰زره نویو بستونو له رامنځته کېدو خبر ورکوي

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین عبدالخالق صادق، په نږدې راتلوونکي کې د ۱۰۰ زره ښوونکو لپاره د نویو بستونو له رامنځته کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي صادق د پلازمېنې په یوې لېسه کې د ۳۵۰ زده‌کوونکو د فراغت په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وایي چې دغه بستونه د بېلابېلو ولایتونو  لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین په دې هکله وویل:«د پوهنې ۲۴۰ زره پرسونل د دغو لېسو په خدمت کې دی، ۱۰۰ زره نور بستونه هم منظور شوي چې دا ټول له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د همدې فارغانو په خدمت کې دي.»

بلخوا، د پلازمېنې د یوې لېسې آمر د پوهنې وزارت له خوا د ښوونکو د نویو بستونو د رامنځته کېدو په هر کلی سره وایي، چې خلک باید د ځوانانو د زده کړو د ښه‌والي په برخه کې له پوهنې وزارت او ښوونځيو سره  هر اړخیزه همکاري وکړي.

د ذبیح الله عصمتي د لېسې آمر ذبیح الله خادم څرګندوي:«ګېله دا ده چې پلرونه د خپلو ماشومانو پوښتنه نه کوي، زه د دغې لېسې د امر په توګه وايم چې پلرونه په ټول کال کې درې ځله د خپلو ماشومانو په هکله پوښتنه کوي. لومړی کله چې خپل ماشوم په ښوونځي کې شاملوي. دویم کله چې اولاد یې په څلورنیم میاشتنیو ازموینو کې ناکامه کېږي.»

بلخوا، یو شمېر زده‌کوونکي چې له دې لېسې فارغ شوي، له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي.

زده‌کوونکی منصور طلوع‌نیوز ته وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ خویندو ته هم د اسلام په چوکاټ کې ښوونځي پرانیزي.»

بل زده‌کوونکي محمد هم وویل:«له دولته غواړو چې په اسلامي چوکاټ کې زموږ د خویندو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي چې هغوی هم له زده‌کړو برخمنې شي او ځلانده راتلوونکی ولري.»

 دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم له ښوونځيو ځينو فارغو شویو زده‌کوونکو په هېواد کې د کاري زمینو پرنشتوالي نیوکه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه