Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: له ایران سره د سرحدونو د نښو نښانو د نویو کولو کار ۱۵سلنه بشپړ شوی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند طلوع‌نیوز ته وايي له ایران سره د سرحدي نښو نوي کولو کار په چټکۍ سره دوام لري او تراوسه پورې يې ۱۵ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

حمدالله فطرت همدارنګه زیاتوي چې له ایران، ترکمنستان، ازبیکستان، تاجیکستان او چین هېوادونو سره د سرحدونو د ټاکلو او د سرحدي نښو د نویو کولو د طرحې پر تطبیق کار روان دی.

ښاغلي فطرت وویل:«تر اوسه پورې له ایران هېواده د سرحدي نښو د نویو کولو پروسه ۱۵ سلنه مخ ته تللې ده او تاجیکستان سره هم د سرحدي نښو د ټاکلو او نویو کولو باندې خبرې روانې دي، چې له نورو هېوادونو سره به هم دا طرحه تطبیق شي.»

د دغه وزارت د ویاند په خبره، اوسمهال د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحدي نښو د نویو کېدو په اړه هم خبرې روانې دي.

بل خوا د سیاسي چارو ځینې شنوونکي د افغانستان، چین، ترکمنستان، ازبیکستان، ایران او تاجیکستان ترمنځ د سرحدي نښو نوي کول د ستونزو په حل کې ګټور بولي.

د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی طلوع‌نیوز ته وايي:«د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، استخبارات او همداسې د ریاست الوزراء د سیاسي برخې څخه باید یو څوک ورسره وي، ترڅو دا سرحدي نښې په داسې ډول نوې کړي، چې راتلونکي کې ستونزې نه‌وي.»

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي هم څرګندوي:«د سرحدونو ټاکل او نښو نویو کول دا یو ښه کار دی او هغه کسان چې پرې تګ راتګ کوي، نو له هغوی سره مرسته کوي او ګټور ګام دی.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، افغانستان له ایران سره په پوله کې نږدې ۲۰۰ سرحدي نښې لري او د دغو نښو په نویو کولو کار روان دی.
دغه وزارت وايي، افغانستان له پنځو ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي نښو د نوي کولو پلان به ګام په ګام عملي شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه