Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال لیده کاته

ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي یې په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره کتلي دي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونت په خبر پاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، ښوونیزو او کلتوري برخو کې د ګډو همکاریو په تړاو خبرې شوې دي.

د خبر پاڼې له مخې، د ایران له لارې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتوالي او په افغانستان کې د ایراني پانګوالو د پانګونې په اړه د تخنیکي کمېټې پر جوړېدو هم  ټینګار شوی دی.

د کانونو او صنایعو خوني لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«ایران ته د افغانستان د جګپوړي چارواکو سفر د واړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پیاوړتیا کې به ډېر اغېزناک وي. موږ له ایران سره ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه لرو.»

د اسلامي امارت ویاند هم پر دې باور دی چې، د سیمې هېوادونو ته به د سرپرست حکومت د چارواکو سفرونه له بریاوو ډک وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«دغه سفر به د باور جوړونې له پلوه له لاسته راوړنې به ډک وي او همدارنګه په بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو برخو کې به پرمختګونه هم ولري او ترڅنګ به یې د ځينو بهیرونو چټکتیا هم په پام کې ونیول شي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، ایران ته تللی پلاوی، باید تر ډېره د ایران پر لاره د ټزانزیټ په برخه کې د افغان سوداګرو د ستونزو او د صادراتو د زیاتېدو په تړاو خبرې وکړي.

د پانګونې او سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند هم څرګندوي:«زه فکر کوم چې بېلابېلې ستونزې شتون لري چې ایران ته زموږ صادرات په ځلونو کم دي، ایران ته پنځه سلنه صادرات نه‌لرو؛ خو د کال کابو دوه مېلیارده ډالره واردات لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو۳۰ کسیز پلاوی ایران ته ولاړ چې د دغه سفر موخه د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او په چابهار بندر کې د شته ستونزو حل بلل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه