د کورنیو چارو وزارت سرپرست افغانستان ته د ترکيې د دیني عالمانو د پلاوي راتګ د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزناکه ګڼي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ښوونځیو، مدرسو او جوماتونو د جوړولو په برخه کې د یاد هېواد له مرستو مننه کړې ده.
ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې د نړۍ دیني عالمان د وضعیت د لیدو لپاره افغانستان ته راځي څو د دغه هېواد وضعیت نړۍ ته ورسوي.
ذبیح الله مجاهد وايي:«اسلامي امارت هم اړتیا لري چې افغانستان ته د نړۍ دیني عالمان راشي او په افغانستان کې وضعیت له نږدې وګوري او بیا کولای شي چې دا وضعیت نړۍ ته هم په ډاګه کړي.»
بل خوا د سیاسي چارو ځينو شنوونکي افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو د دیني عالمانو سفرونه مهم بولي او وايي، د دیني عالمانو د دغه پلاوي راتګ به له نړۍ سره د افغانستان اړیکې لا پیاوړې کړي.
د سیاسي چارو شنوونکی سید محسن حسیني په دې هکله څرګندوي:«د ترکيې د دیني عالمانو د نظرونو تبادله د اسلامي امارت له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې مثبتې اغېز درلودلی شي او دا لیدنې ګټورې تمامېدلی شي.»
د سیاسي چارو شنوونکی سلیم پیګیر وايي:«هغه دیني عالمان چې افغانستان ته راځي باید پر بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو کار او زدهکړو ته پر اجازې ورکړې خبرې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره يې په لیدنه کې د امنیت، اقتصادي ثبات، پرمختګ او بیارغونې په اړه خبرې کړې وي.
په دې اړه مو اندونه