Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کمال خان بند او زرنج ترمنځ لومړنۍ کانال بشپړ شو

نیمروز کې د کمال خان بند د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه کانال چې څوارلس کیلومتره اوږدوالی او ۲۵ متره پلنوالی لري، د کمال خان بند اوبه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته رسوي.

د دغه کانال پر جوړېدو ۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شوې دي.

د هلمند د سیندیزې حوزې رییس، عبدالهادي هادي و ویل: «دا به انشا الله سرعت پیدا کوي او دا به کانال لشکري ته ځي چې دا به د نیمروز د ولس لپاره ډېر مهم او ګټور کار وي.

د قراردادي شرکت مسوول جمعه خان توجګي په دې اړه داسې و ویل: « دا پروژه ۱۴ کیلومتره اوږدوالی او ۲۵ متره پلنوالی لري او موږ په شپږو میاشتو کې بشپړ کړ او لګښت یې هم اتیا میلیونه افغانۍ راغلی دی.»

د نیمروز سیمه ییز مسوولین هم وایي چې دغه کانال به د زرنج ښار او شاوخوا کلیو د کرنې د ودې په برخه کې ګټور تمام شي.

د نیمروز د والي مرستیال عبدالقیوم روحاني طلوع نیوز ته و ویل: «اسلامي امارت دا هڅه کړې چې اول د نیمروز خلکو ته د څښاک اوبه پیدا کړي، اول مثال یې دا دی چې موږ په قلعه فتح کې تر پنځه ژورې څاه ګانې ایستلي دي په کیلو مټرو لاره ده چې نیمروز ته به رسیږي او خلک به ورڅخه استفاده کوي.»

۵۵ کلن غلام نبي چې زرنج ښار ته څېرمه په کرنه بوخت دی وایي، له درییو کلونو راهیسې د اوبو جدي کمښت له امله په خپلو ځمکو کرکیله نه ده کړې او هیله یې ښودلې چې اوس به یې دا ستونزه حل شي.

نیمروز کې کروندګر غلام نبي و ویل: «اوبه چې نه وي بیا نو سراسر تاوان وي هر څومره مصرف به مو چې پر ځمکو وکړ ګټه به یې نه وه، غنم به مو وکرل خو ګټه به یې نه کوله.»

بل کروندګر حمیدالله و ویل: «دا زموږ ځمکې دي خو اوبه ورته نه لرو موږ باید اوبه ولرو چې خپلې ځمکې وکرو او بزګري وکړو.»

د کمال خان باند شاوخوا پنځه کاله مخکې د کرنې سکټور د ودې به موخه د مخکیني حکومت له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

خو د پرله پسې وچکالیو او د دغه بند د کانالونو نه فعالېدو له امله، د نیمروز ولایت د کرنې وضعیت کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه