Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرپل کې کروندګر: د سلطان ابرهیم درې د بند چارې دې پېل شي

سرپل کې کروندګر د سلطان ابراهیم درې بند د عملي چارو د پېلېدو غوښتنه کوي.

ویل کېږي، چې د اوبو د دغه بند په جوړېدو سره به د سرپل او جوزجان ولایتونو اوسېدونکي او کروندګر د څښاک او کرنې پر اوبو سربېره، برېښنا ته هم لاسرسی ولري.

په سرپل ولایت کې یوه کروندګر، غلام سخي وویل:«سرپل او شبرغان اول د اوبو له انرژۍ برخمن کېږي او بیا د برېښنا له انرژۍ برخمن کېږي چې زموږ خلکو ته د کارموندنې لامل کېږي او موږ د دغه راز پروژو هرکلی کوو.»

په سرپل ولایت کې یو بل کروندګر، محمد ابراهیم هم وايي:« اسلامي امارت دې د سلطان ابراهیم بند جوړ کړي، اوبه دې ذخیره شي او په سیند کې دې راشي چې زموږ ځنګلونه اوبه وخوري او زموږ ځمکې خړوبې شي.»

د سرپل سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایي، دغه بند د یو مېلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ترڅنګ، د ۴۰ میګاواټه برېښنا او ۵۵ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د سرپل سیندیزې حوزې ریاست تخنیکي سلاکار، غلام سخي بېک په دې اړه څرګنده کړه:« د سلطان ابراهیم بند د یو مېلیون متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، د ۴۰ میګاواټه برېښنا وړتیا لري او دغه راز په سرپل او جوزجان ولایتونو کې ۵۵ زره هکټاره ځمکې خړوبوي.»

د سرپل سیندیزې حوزې ریاست د خدماتو امر، جمشید فیضي هم وویل: « که دغه بند جوړ شي موږ کولای شو خپلې اوبه مهار کړو څو اوبه بې ځایه لاړې نه شي.»

د سلطان ابراهیم درې بند د سرپل مرکز په ۳۰ کیلومټرۍ کې موقعیت لري او د دغه بند اوبو له سوفک او د کوهستانات ولسوالۍ له قلعه شهر سیندونو سرچینه اخلي.

د سرپل سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایي، دغه بند د یو میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ترڅنګ، د ۴۰ میګاواټه برښنا او ۵۵ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

تصویر بندانگشتی

سرپل کې کروندګر د سلطان ابراهیم درې بند د عملي چارو د پېلېدو غوښتنه کوي.

ویل کېږي، چې د اوبو د دغه بند په جوړېدو سره به د سرپل او جوزجان ولایتونو اوسېدونکي او کروندګر د څښاک او کرنې پر اوبو سربېره، برېښنا ته هم لاسرسی ولري.

په سرپل ولایت کې یوه کروندګر، غلام سخي وویل:«سرپل او شبرغان اول د اوبو له انرژۍ برخمن کېږي او بیا د برېښنا له انرژۍ برخمن کېږي چې زموږ خلکو ته د کارموندنې لامل کېږي او موږ د دغه راز پروژو هرکلی کوو.»

په سرپل ولایت کې یو بل کروندګر، محمد ابراهیم هم وايي:« اسلامي امارت دې د سلطان ابراهیم بند جوړ کړي، اوبه دې ذخیره شي او په سیند کې دې راشي چې زموږ ځنګلونه اوبه وخوري او زموږ ځمکې خړوبې شي.»

د سرپل سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایي، دغه بند د یو مېلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ترڅنګ، د ۴۰ میګاواټه برېښنا او ۵۵ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د سرپل سیندیزې حوزې ریاست تخنیکي سلاکار، غلام سخي بېک په دې اړه څرګنده کړه:« د سلطان ابراهیم بند د یو مېلیون متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، د ۴۰ میګاواټه برېښنا وړتیا لري او دغه راز په سرپل او جوزجان ولایتونو کې ۵۵ زره هکټاره ځمکې خړوبوي.»

د سرپل سیندیزې حوزې ریاست د خدماتو امر، جمشید فیضي هم وویل: « که دغه بند جوړ شي موږ کولای شو خپلې اوبه مهار کړو څو اوبه بې ځایه لاړې نه شي.»

د سلطان ابراهیم درې بند د سرپل مرکز په ۳۰ کیلومټرۍ کې موقعیت لري او د دغه بند اوبو له سوفک او د کوهستانات ولسوالۍ له قلعه شهر سیندونو سرچینه اخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه