د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست، محمد یونس اخندزاده نیمروز ولایت ته په سفر کې ویلي چې، د بهرنیو مرستو له بندېدو سره، په ټول هېواد کې د څه باندې ۷ زره او ۵۰۰ پروژو چارې نیمګړې پاتې دي.
د هغه په خبره، د دغو پروژو چارې د تېر حکومت پر مهال پېل شوې وې، چې بودیجه یې هم د بهرنیو هېوادونو له لوري ورکول کېده.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست، محمد یونس اخندزاده وویل:«زموږ له وزارته چې د اووه زره او پنځه سوه پروژو کار د نورو په بودیجو تمویل کېده، نیمګړې پاتې او هیله هم نهلرو چې بیا پېل شي، انشاالله خپل هېواد په خپلو پیسو جوړوو.»
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وایي، اوس مهال په ټول هېواد کې د پراختیایي پروژو چارې د کورنۍ بودیجې پر مټ روانې دي.
نیمروز ولایت کې د اوبو دوه بندونه داسې مهال جوړېږي چې، د دغه ولایت اوسېدونکي او کروندګر د اوبو له نشتون سر ټکوي.
د نیمروز د والي مرستیال، عبدالقیوم روحاني څرګنده کړه:«خدای مهربانه دی چې دغه راز د اوبو نور بندونه هم جوړ شي.»
وروستیو کلونو کې د اورښتونو په کمښت او د وچکالیو په زیاتېدو سره، نیمروز کې د کرنې سکټور زیانمن شوی دی.
د دغه ولایت اوسېدونکي د اوبو د مهار په برخه کې د نورو بندونو د جوړېدو غوښتنه هم کوي.
د نیمروز دلارام ولسوالۍ اوسېدونکي، جانان وویل:«دا زموږ لپاره ډېر لږ څه دي او تر دې وړاندې هم زموږ لپاره کوم ګام نهوه پورته شوی.»
د نیمروز دلارام ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالخالق هم څرګندوي:«له اسلامي امارته غواړو چې دغه راز نور بندونه هم جوړ کړي.»
وروستیو دوو کلونو کې د بهرنیو مرستو په کمېدو او د پراختیایي پروژو د چارو په درېدو سره، هېواد کې زرګونه کسان وزګار شوي دي.
هېوادوال له سرپرست حکومته غواړي، چې د دغو پروژو د چارو د بیا پېل په برخه کې هڅې وکړي.
په دې اړه مو اندونه