Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه بلې غونډې ته تابیا نیسي

ملګري ملتونه وایي سرمنشي د افغانستان په تړاو د یو بلې سترې غونډې د جوړولو تابیا نیسي چې موخه یې د افغانستان په تړاو د نړۍوالې اجماع پیاوړتیا ده.

د دغه سازمان د ویاند مرستیالې ویلي، په دغه غونډه کې به د افغانستان په تړاو د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي د هغې خپلواکې ارزونې په اړه بحث کوي چې د افغانستان پر وضعیت یې کړې.

 د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې سټفاني ټرمبلي و ویل: «د ملګرو ملتونو سرمنشي په پام کې لري چې په نږدې وخت کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي دویمه غونډه جوړه کړي څو د راتلونکي په اړه نړیواله اجماع پیاوړې کړي او د خپلواکې ارزونې په وړاندیزونو بحث وکړي. امنیت شورا د ډسمبر په ۲۹ د افغانستان په اړه په خپل پریکړه لیک کې له عمومي منشي وغوښتل چې د دغو مشورو او بحثونو د پایلو په اړه دې امنیت شورا ته په ۶۰ ورځو کې معلومات ورکړي.»

د نړۍوالو چارو شنونکي واحد فقیري طلوع نیوز ته و ویل: «د افغانستان حکومت باید له دا ډول ناستو سره موازي حرکت ولري او د هغو لا ډېره همکاري ترلاسه کړي. له بده مرغه په دې دوه نیمو کلونو کې طالبان د دې پر ځای چې له نړۍوالې ټولنې سره همکاري وکړي د نړۍوالې هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیالې همداراز ویلي چې د ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلي اوغلو کار د روان زیږیز کال تر فیبرورۍ میاشتې پورې غځول شوی چې د ځانګړې استازو غونډه ترتیب کړي.
هغې همدا راز و ویل، روزا اوتنبایوا به هم په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې سټفاني ټرمبلي و ویل: «د ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلي اوغلو کار د فبرورۍ تر پایه پورې غځول شوی څو د سفیرانو غونډې او اړوندو مشورو لپاره یې له چمتووالي ملاتړ وشي.
 او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د مشرې په توګه د ورځنیو عملیاتو مشرۍ ته دوام ورکړي.»

اسلامي امارت هم د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې د خپل استازي پر حضور ټينګار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: «د افغانستان په تړاو چې هره غونډه جوړیږي په هغو کې د اسلامي امارت د استازي ګډون پکې اړین دی. که د افغانستان استازی پکې نه وي نو له شک پرته چې دا ناستې به بې پایلې وي.»

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي په جنورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو له غونډې خبر ورکړی و.

ضمیر کابلوف، ویلي و چې په دغه غونډه کې به د بیلابیلو هېوادونو استازي ګډون وکړي او د افغانستان په تړاو به خپل نظرونه شریک کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه