Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره د مولانا فضل‌الرحمن لیده کاته

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام  ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن چې پرون کابل ته راغلی، د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره یې کتلي دي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر له رییس‌الوزرا ملا حسن اخند او د هغه له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په جلا جلا کتنو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د حل او ټي‌ټي‌پي یا د پاکستاني طالبانو د تحریک د مسئلې په تړاو خبرې کړې دي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیالۍ د رسنیو عمومي رییس حسن حق‌‌یار وايي:«دښمنۍ او کرکې لېرې کړل شي، او هغه ګواښونه چې دواړه هېوادونه ور سره مخ دي، سټراټېژي او واحدې پرېکړې ونیول شي.»   
      
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دې کتنه کې پر دې ټینګار وشو چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مسئله د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دغه هېواد باید په‌خپله پر دې مسئله غور وکړي.

ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«ټي‌ټي‌پي هم په افغانستان کې شتون نه‌لري، او دا موضوع د پاکستان ده او باید په خپله په خپل هېواد کې یې حل کړي. امنیتي موضوع‌ګانو ته هم باید په خپله ډېر متوجه وي.»

د چارو ځينې شنوونکي له پاکستانه د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د پلاوي راتګ د هېواد په ګټه بولي.

د سیاسي چارو شنوونکی عبدالجمیل شیرازي وايي:«په ځانګړې توګه د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ چې کومې ترینګلتیا راغلې یا کومې ستونزې رامنځته شوي، د دې په حل کې، افغانستان ته د پاکستاني د هر چارواکي پر ځای د فضل‌الرحمن راتګ یو مثبت ګام دی.»

د سیاسي چارو شنوونکي عزیز معارج په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«کېدای شي تر ډېره بریده پورې د یوه روحاني شخصیت په حیث باندې د افغانستان او پاکستان دغه ستونزې چې رامنځته شوي په ځانګړې توګه د ټي‌ټي‌پي د پلمو په حل کې مرسته وکړي.» 

تر دې وړاندې هم د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو پلاوي کابل ته راغلي و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په جلا جلا کتنو کې د افغانستان د امنیت، اقتصادي ثبات او پرمختګ او بیارغونې په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه