Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارېدو د ادعاوو دوام

د پاکستان لومړي وزیر انوار‌الحق کاکړ یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان خاوره یې د هېواد پر ضد کارول کېږي.

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د حضور په تړاو د پاکستان د ادعاوو په لړ کې د پاکستان لومړی وزیر یو ځل بیا وایي، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان او د سیمې د هېوادونو لپاره ګواښ نه‌وي.

انوارالحق کاکړ د پاکستان له یوې رسنۍ سره په مرکه کې اسلامي امارت ته په خطاب کې ویلي چې د افغان حکومت د دندو ترسره کول، د اسلامي امارت مسوولیت دی او باید پر وړاندې یې ځوابویونکی وي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق ویلي:«موږ هغوی ته وایو چې هر ډول شرایطو چې تاسې واک او حکومت ته رسولي یاست، اوس د حکومت د دندو ترسره کول ستاسو خپل مسوولیت دی او باید په تړاو یې ځواب ویونکي واوسئ چې د افغانستان له خاورې هېڅوک باید د پاکستان او سیمې هېوادونو ته ګواښ نه‌وي.»

کاکړ دغه راز له خپل هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه ویلي چې دا پرېکړه د ډېری پاکستانیانو وه.

انوارالحق کاکړ زیاتوي:«د پاکستان ډېری وګړي زموږ د دې پرېکړې ملاتړ کوي، ځينو ​​یې له هېواده د ناقانونه کډوالو پر ایستلو نیوکه کوله او د دې کار مخالف وو. زما د خپلې ارزونې له مخې، ډېری پاکستانیان د دې کار ملاتړ کوي. تر ټولو لومړی ناقانونه او بې اسنادو بهرنیان زموږ په هېواد کې د پاتې کېدو قانوني حق نه‌لري.»

پاکستان په داسې حال کې د دغه هېواد پر وړاندې د افغانستان د خاورې د کارول کېدو تور لګوي، چې اسلامي امارت تل د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د نه‌کارول کېدو ډاډ ورکړی دی.

بلخوا د اسلامي امارت ویاند په ځلونو ټینګار کړی چې په پاکستان کې د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت مسوولیت نه‌دی بلکې د دغه هېواد د حکومت دنده ده.
         
د سیاسي چارو شنوونکی ګل محمد الدین محمدي هم وايي:«د افغانستان د اوسني حکومت رسمي نظر دا دی چې، د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه‌کارول کېږ.ي، دا د دوحې په هوکړو کې ځای پر ځای شوې او دا څرګنده ده چې د افغانستان حکومت له دې تېر شي او دویم بحث کې یې موږ د دې وړتیا نه‌لرو چې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړو.» 

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب‌الرحمن شمال په دې هکله وايي:«په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور او فعالیت په هکله د پاکستان د پر‌له پسې ادعاګانو او د افغانستان له لارې د پاکستان د خاورې ناامنه کول یوه دروغجنه ادعا ده چې تل شوې ده، او د دغو دروغجنو او بې بنسټه ادعاګانو دوام کولای شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ترنګلتیا کې مهم  رول ولوبوي»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او د سیمې د هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو په تړاو د پاکستان ادعا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه