Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا د چارواکو او قرغیزي پلاوي تر منځ سوداګریزې خبرې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، شهاب الدین دلاور د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر او مل پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

شهاب الدین دلاور ویلي چې اوس مهال د سرو زرو، وسپنې، نفتو او ګازو، سربو او جستو کانونه اعلان ته ورکړل شوي چې قرغیزستاني سوداګر کولای شي په دې تړاو خپلې طرحې د کانونو او پټرولیم وزارت ته وړاندې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت پر اېکس پاڼې راغلي چې په دغه لیدنه کې د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر د افغانستان په کانونو په ځانګړې توګه تالک، مرمر او رخام برخو کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « د بهرنیو چارو وزیر د سوداګرۍ له وزیر سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او په نورو اقتصادي برخو کې لیدنې وکړې او د  مهمو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.»

اخوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي هم له قرغیزي پلاوي سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل ویلي چې، په دغه کتنه کې امیر خان متقي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امنیت او ټيکاو په برخو کې وروستیو بدلونونو، د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړي او افغانستان چمتو دی چې د کاسا زر په څېر پر سترو اقتصادي پروژو عملي کار پیل کړي.

ضیا احمد تکل دغه راز زیاته کړې چې، د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر هم په دغه کتنه کې ویلي چې، د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، برېښنا، کرنې او لوړو زده کړو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کار ښه فرصتونه شته.

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې د دغه هېواد له لارې چین سره راکړه ورکړه وکړي.

د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت د صادراتو مرکز رییس، اورمت تکیروف وویل: « افغان سوداګر د کراچۍ په بندر کې له ستونزو سره مخ دي، موږ هڅه کوو چې ټرانزیټي لارې نورې هم پراختیا ومومي، څو افغان سوداګر وکولای شي د قرغیزستان له لارې له چین سره سوداګري وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند هم وویل: « قرغیزستان یو له هغو هېوادونو دی چې له چین سره پوله لري او دا کولای شي زموږ د ټرانزیټ لپاره یوه ښه لار اوسي. سږ کال مو هم د قرغیزستان له لارې په زیاته پېمانه جلغوزه چین ته صادر کړه.»

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ ۷ کسیز پلاوی د روانې اونۍ د ۴شنبې پر ورځ کابل ته راغلی او د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره یې د سوداګریزې ودې، ټرانزیټ، پانګونې او د سوداګرو د ستونزو د حل په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه