Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو لس کوچني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت په کندهار، ننګرهار، روزګان، لوګر او هرات ولایتونو کې د بېلابېلو ډبرو لس کوچني کانونه د ۲۲ کورنیو شرکتونو تر منځ داوطلبۍ ته وړاندې کړل.

په‌دې پروګرام کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، د دغو کانونو قرارداد به د شرکتونو له لوري د ورکړل شویو بیو له‌مخې په راڼه ډول ګټونکو شرکتونو ته ورکړ شي او هېڅ ډول فساد په‌کې نه‌شته.

شهاب‌الدین دلاور وايي: «یو مې هم نه پېژندنه چې څوک و او چا په‌کې ګډون کړی و، څوک بریالی شوی دی، ټاکل شوي پلاوي ورته نمرې ورکړې دي او اوس ستاسو په مخ کې داوطلبي کېږي او هر څوک چې ګټونکی شو، ورته مبارک دې وي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: «لس سیمې چې اعلان ته ورکړل شوي، په یوه روڼ بهیر کې داوطلبي شوې ده، نن یوازې د لوګر کان بل پړاو ته وځنډول شو.»

له دې سره سم، د دغه پروګرام یو شمېر ګډونوال شرکتونه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د رسنیو په حضور سره د داو طلبۍ د دغه ډول پروګرامونو جوړول ستايي.

د کانونو د راوېستنې د داوطلبۍ ګډونوال محمد نعیم صدیقي وايي: «زموږ شرکت ګټونکی اعلان شو، کله چې موږ د استخراج قرارداد راکړل شوي، له موږ سره به له ۵۰ نیولې تر ۸۰ پورې کسان د کان په اسختراج کې کار کوي.»

د کانونو د راوېستنې د داوطلبۍ یو بل ګډونوال عبدالامید بهنود وايي: «د داوطلبۍ بهیر ډېر روڼ و، ځکه چې د رسنیو پر وړاندې و، ټول مسوولیت د شرکتونو تر غاړې دی. شرکتونه کولای شي، سیمې ارزیابي، تحلیل او تجزیه کړي او د هغې پر بنسټ په داوطلبۍ کې نرخ ورکړي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي سره له دې چې په اوسنیو شرایطو او د اقتصاد د ودې لپاره د بېلابېلو کانونو راوېستنه ګټور ګڼي، خو بیا هم د کانونو پر معیاري راوېستنې ټينګار لري.

د اقتصاد چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «کوم کانونه چې په قرارداد ورکول کېږي او استخراجېږي، باید په تخنیکي او مسلکي ډول استخراج شي، دا کولای شي د افغانستان په ګټه تمام شي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د قشقري بلاک د نفتي موادو او د کندهار د سمنټو له قراردادونو سربېره شاوخوا ۱۸۰ کوچني کانونه کورنیو شرکتونو ته د راوېستنې لپاره سپارل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه