Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو خصوصي شرکت د ننګرهار د نفرایټ کان د دواطلبۍ ګټونکی شو

د ننګرهار د نفرایټ کان د دواطلبۍ په بهیر کې، یو خصوصي شرکت د درې مېلیون افغانیو له وړاندیز سره ګټونکی شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې دغه بهیر په رڼه توګه ترسره شو او ۱۲ شرکتونو په کې سره سیالي لرله.

دغه وزارت وایي، چې له دغه ګټونکي شرکت سره د پنځو کلونو لپاره تړون لاسلیک شوی دی.
                             
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي:«په دې کې زما په نظر ۱۲ شرکتونو ګډون کړی او په خپل ټاکلي وخت یې پروپوژلونه جمع کړي او وروسته د ګومارل شوي پلاوي له لوري په ډېر دقت او روڼتیا سره څېړل شوی دی.»   

د هغه شرکت رییس چې د نفرایت د کان د استخراج تړون یې ترلاسه کړی دی، وایي، چې د دغه کان کار به ډېر ژر پېل کړي او په سمه توګه به یې پای ته ورسوي.

د علم شاه بابا د شرکت رییس علم شاه بابا وویل:«خوش‌حاله یم او ژمنه یم چې دغه پروژه په سمه توګه مخ ته ولاړه شي او ان‌الله د شرکت ټول غړي هڅه کوي چې کارونه په ښه توګه مخته یوسي او نور موږ ته د قدر په سترګه وګوري.»
                  
د یوه خصوصي شرکت رییس شېر محمد صالح وايي:«وزیر صاحت له موږ نظر واخیست، وې پوښتل او د ټولو له نظر وروسته، بیا حاجي صاحب علم شاه ورور ګټونکی اعلان شو، ډېره ښه او رڼه پروسه وه او هېڅ درغلي یې نه درلوده.»

د نفرایټ ډبره یو له ارزښمتنو ګاڼو شمېرل کېږي چې په بېلابېلو رنګونو کې لکه تیاره زرغون، زېړ، قهوه‌يي، تور، خړ یا سپین پیدا کېږي. 

شریک یي کړئ