قاري برکتالله سلیم، چې د قران کریم حافظ او په هېواد کې د ترتیل او تجوید په برخه کې مشهور استاد و، د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړ.
د برکتالله سلیم د کورنۍ غړي وايي چې هغه له یوې مودې راهیسې ناروغ و او د ناورغۍ له امله ومړ.
د برکتالله سلیم د تره زوی نعیم پاچا شینواری وايي:«استاد تېره اوونۍ له پاکستانه هېواد ته راستون شو او دلته په روغتون کې بستر و او نن په حق ورسېد.»
د برکتالله سلیم شاګرد نقیب الرحمن هم څرګندوي:«زموږ استاد قاري برکتالله سلیم، له کلونو راهیسې هېوادوالو ته خدمت وکړ او په دې لار کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.»
ورته مهال اسلامي امارت او ځينې دیني عالمانو د قاري برکتالله سلیم مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایع بللې ده.
دیني عالم امانالله احمدي وايي:«د قاري صاحب برکتالله سلیم، مړینه د افغانستان د ولس لپاره یوه لویه ضایع ده او د دې ضایعې ډکېدل ستونزمنه خبره ده.»
دیني عالم عبدالمنان هم وویل:«موږ د استاد مړینې ډېر خواشیني کړي یو او دا د افغانستان لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایع ده او خدای (ج) دې په ټولو باندې ورحمېږي.»
قاري برکتالله سلیم، په ۹ کلنۍ کې د قران کریم حفظ او تلاوت پېل کړی و او هغه د حسن قران په نړۍوالو سیالیو کې ۸ ځلې لومړی مقام خپل کړی و.
په دې اړه مو اندونه