Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو په موخه غونډه جوړوي

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۷۲۱ ګڼه پرېکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په موخه غونډه جوړه کړي.

د امنیت شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په تړاو د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو په اړه د خبرو لپاره دغه غونډه غوره بولي خو د کره نېټې په اړه یې څه نه وايي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راپور کې راغلي: «امنيت شورا د ډسمبر پر ۲۹مه د اسيايي مسايلو په اړه د ۲۷۲۱ پريکړه ليک پر بنسټ د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي. دا پریکړه لیک د نورو مسایلو تر څنګ د ملګرو ملتونو له سرمنشي غواړي چې د ګټه اخیستونکو په ټولییزې سلا سره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.»

خو اسلامي امارت د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د نوي ځانګړي استازي ټاکل ګټور نه بولي او زیاتوي چې د افغانستان لپاره د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « د اسلامي امارت دریځ په دې اړه روښانه دی چې د یو نوي استازي ټاکل اړین نه دي ځکه استازی د هغه هېواد لپاره ټاکل کیږي چې جګړه او ناورین وي پکې خو په افغانستان کې نه جګړه شته او نه هم ناورین.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل به د افغانستان د وضعیت ښه والي لپاره یو مهم ګام وي.

سید جواد سجادي و ویل: « د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو لخوا د ځانګړې استازي ټاکنه یوه مثبت ګام دی او د ځانګړي استازي د کار اغیزمنتیا او بریا بیا د افغانستان د سیاست لوبغاړو  انعطاف پذیری پورې تړلې او د امنیت شوار د دایمي غړو د کلک ملاتړ ته اړتیا لري.»

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي داسې و ویل: « له نړۍ سره د افغانستان او حتا د اوسني رژیم اړېکې د همدې ځانګړي استازي په مرسته ټینګېدلی شي او ښایي یوه ورځ د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو سبب هم شي.»

تر دې مخکې هم د اسلامي امارت ځينو لوړپوړ چارواکو ویلي و چې د یوناما په موجودیت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه