Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د م.م سازمان د امنیت شورا به سبا د افغانستان په تړاو د یوې غونډه کوربه وي

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا سبا (دوشنبې، د کب په ۷مه) د افغانستان د وضعیت په تړاو په دغه سازمان کې د تړو دروازو تر شا غونډه جوړوي.

 بلخوا، د اسلامي امارت ویاند پر دې باور دی چې دغه سازمان دې د بې ارزښته مسایلو پر ځای، د اسلامي امارت، ملګرو ملتونو او د سیمې هېوادونو ترمنځ پر ستونزو تمرکز وکړي.

 ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې ملګري ملتونه باید له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو د ډيپلوماټیکو تعاملاتو مخه ونه نیسي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:«باید بندیزونه او ځينې نوملړونه چې شته، هغه له منځه یوړلی شي، کنګل شوې پیسې ازادې کړل شي، او باید په دې برخه کې همکاري وکړي، د ملګرو ملتونو سازمان له خپل مقام څخه په استفادې کولای شي، ځينې هېوادونه متقاعد کړي چې له افغانستان سره عادي او نارمل سیاسي تعامل پېل کړي او د افغانستان د ډیپلوماټيک پرمختګ مخه ونه‌نیولی شي.»

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ویلي و چې، ټاکل شوې ده، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک په تعقیب د افغانستان د وضعیت او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو راپور وړاندې کړي.
              
د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی وايي:«ملګري ملتونه باید داسې پلان جوړ کړي چې افغانستان د نړۍ په سترو پلانونو کې له ستونزو سره مخ‌ نه‌شي او بیاځلې د جګړې په ډګر بدل نه‌شي او د هغه ترڅنګ له افغانستان سره مرسته وشي.»

د سیاسي چارو شنوونکی واحد فقیري هم څرګندوي:«د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د افغانستان په تړاو د پرله‌پسې غونډو جوړېدل پر دې دلالت کوي چې نړۍ تراوسه افغانستان نه‌دی هېر کړی. او دا ښه ده او د افغانستان په ګټه ده، چې افغانان وکولای شي د افغانستان لپاره مرسته را جلب کړي.»

دا لومړی ځل دی چې د انټونیو ګوټرش په کوربتوب د دوحې له غونډې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه