ځينو سیاسي څېرو په لومړي ځل په کابل کې د سرپرست حکومت، ولس او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو لپاره د ډیالوګ یا خبرو اترو مرکز پرانیستی دی.
ډېری دغو څېرو په باور دغه مرکز کولای شي چې د اسلامي امارت او ولس او همدا راز د نړۍوالې ټولنې ترمنځ شته اختلافات او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د سیاسي چارو شنوونکی فضل الرحمن اوریا په دې هکله وايي:«موږ هڅه کوو چې د خبرو اترو له لارې د نړۍوالې ټولنې، امریکا او افغانستان ټولنې ترمنځ زمینه برابره کړو چې د خلکو ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.»
بلخوا د چارو ځيني شنوونکي د دغه مرکز جوړېدل مهم بولي او ټينګار کوي چې د افغانانو ترمنځ خبرې د اوسنیو ستونزو په حل کې اغېزناکې تمامېدای شي.
د سیاسي چارو شنوونکی یوسف امین ځاځی په دې هکله طلوعنیوزته څرګندوي:«خبرې اترې یوه اړتیا ده. نړۍواله ټولنه، اسلامي امارت او همدرانګه د افغانستان خلک پر دې ټینګار لري چې خبرې اترې وشي.»
د سیاسي بل چارو شنوونکی ذکيالله محمدي هم وايي:«کهچېرې دغه مرکز وکړای شي چې پراخه فعالیتونه ولري او کړای شي له حکومت او خلکو سره ښې اړیکې ولري، کار کولای شي؛ خو د افغانستان په حکومت پورې اړه لري چې نرمښت وښي.»
بل پلو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دغو سیاسي څېرو غواړي چې په دغه برخه کې له سرپرست حکومت سره همغږي اوسي.
ښاغلي مجاهد وویل:«موږ د تعامل غوښتونکي یو چې له هېوادونو سره اړیکه ولرو. په دې برخه کې کهچېرې څېرې، شخصیتونه او بنسټونه له افغانستان سره مرسته وکړي، موږ رضایت لرو او ترې هرکلی کوو.»
تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي و چې ملي ډيالوګ ته اړتیا نشته او سرپرست حکومت تل له هېوادوالو او سیاسي څېرو سره ګوري او خبرې اترې کوي.