Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: پکتیا ولایتي روغتون کې هره میاشت شاوخوا شل ماشومان مري

د پکتیا ولایتي روغتون مسوولین وایي چې هره میاشت دغه روغتون کې د موسمي ناروغیو له امله شاوخوا شل ماشومان مري. 

د دوی په خبره، ولایتي روغتون کې پنځه څلوېښت بستره ماشومانو ته ځانګړي شوي، خو د مراجعینو د زیات شمېر له امله دغو ماشومانو ته په سمه توګه رسیدنه نه شي کیدای.

د پکتيا ولایتي روغتون سرطبيب، محمد اصيل خان وویل: « هره میاشت تر ۲۲ تنو د ماشومانو په برخه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په تېر کې چې ناروغان کم وه په پسرلي او خزان فصلونو کې له ناروغۍ زیاتې نه وې او شاوخوا له ۵ تر لسو ماشومانو به خپل ژوند له لاسه ورکوه.»

ځینې نور ناروغ لرونکي بیا له مسوولینو غواړي چې د پکتیا سیمه ییز روغتون ته لا ډېر امکانات برابر کړي.

په پکتیا ولایت کې ناروغ لرونکي، روح الله وویل: «ستونزې ډېرې دي، ډېر شمېر ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تېره شپه یو هلک او یوه نجلۍ مړه شول، تېره ورځ هم له ۵ تر ۶ ماشومان مړه شول. په روغتون کې یواځې اکسیجن شته دی او بس.»

په پکتیا ولایت کې یو بل ناروغ لرونکي، فضل نبي هم وویل: « څلور ورځې کیږي چې ماشوم مې په حوزوي روغتون کې بستر دی، سینه او بغل دی، هغه امکانات چې د ماشومانو لپاره په کار وه دلته نشته دي.»

د پکتیا ولایتي روغتون ۴۵ بستره لري خو اوس مهال په کې شاوخوا ۱۲۰ ماشومان بستر دي.

د پکتیا سربیره، د څیرمه ولایتونو ناروغان هم دغه روغتون ته مراجعه کوي.

ډیری دغه کورنۍ د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله په شخصي روغتونونو کې د خپلو ماشومانو د درملنې وس نه لري.

له غزني ولایته ناروغ لرونکي، حلیم جان وویل: « هغه سیرمونه چې موږ ته وړاندیز کیږي، موږ یې د پېرلو توان نه لرو او د دې پر ځای یې له بهرنیو درملتونو پېرو.»

له پکتیکا ولایت څخه ناروغ لرونکي، محمد حنيف هم څرګنده کړه: « له ارګانونو مو هیله ده چې د دغو روغتونو د عوایدو په برخه کې پاملرنه وکړي.»

د راپورونو له مخې، هر کال د هوا په سړېدو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیات شمېر ماشومان په موسمي ناروغیو په ځانګړې توګه سينه و بغل اخته کیږي.

د مسوولینو په خبره، ولایتي روغتون کې پنځه څلوېښت بستره ماشومانو ته ځانګړي شوي، خو د مراجعینو د زیات شمېر له امله دغو ماشومانو ته په سمه توګه رسیدنه نه شي کیدای.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه