Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېوادوال: لومړنۍ زده کړې دې په مورنیو ژبو برابرې شي

د مورنۍ ژبې له نړۍوالې ورځې (فبروري ۲۱مه) سره سم، ځینې هېوادوال وایي ماشومانو ته دې لومړنۍ زده کړې د دوی په مورنیو ژبو برابرې شي. 

دغه هېوادوال وایي  یاده چاره د مورنۍ ژبې د بډایه کېدو لامل کیږي. 

د نورستان اوسېدونکي، محمد اسمعیل وویل: « موږ چې کله خپل ماشومان ښوونځیو ته درس ته لېږو نو یو کال د الماني او انګلیسي په څېر د دري او پښتو ژبو په زده کړو تېرېږي.»

د بدخشان اوسېدونکي، سمندر سمندري هم وویل: «له ښوونځي تر مخه دې اووه کلنو او اته کلنو ماشومانو ته زده کړې په مورنیو ژبو ورکړل شي او پر هغو ژبو دې کار وکړي چې له منځه تللو په حال کې دي.»

اخوا، ځینې لیکوالان بیا غواړي چې د ژبو د ودې په بهیر کې د هېواد له بېلابېلو ژبو سره توپیري چلند و نه شي.

لیکوال او شاعر، شفیع الله بابرزي په دې اړه وویل: « موږ باید یوه ژبه له بلې ژبې څخه کمه ونه ګڼو که په ویونکي یې کم وي او یا که زیات، که چیرې زموږ ژبې بډایه شي نو پېژندنه مو بډایه کیږي.»

له دې سره سم، ملګري ملتونه سږ کال مورنۍ ژبه د "څو ژبو زده کړه د نسلونو ترمنځ د ښوونې ستنې دي" تر سرلیک لاندې نمانځي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په نړۍ کې ۲۵۰ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري او ۷۶۳ میلیونه لویان د سواد زده کړې پر لومړنیو مهارتونو نه پوهیږي.

یونسکو په خبرپاڼه: « دمګړۍ ۲۵۰ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځيو ته نه ځي او ۷۶۳ میلیونه لویان د سواد زده کړې پر لومړنیو مهارتونو نه پوهیږي. پر مورنۍ ژبې زده کړه، سواد زده کړې او د نورو ژبو د زده کړو بهیر اسانوي.»

که څه هم افغانستان له هغو هېوادونو دی چی اوسېدونکي یې په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي خو د دغو ژبو د ودې لپاره باید څه وشي؟

د علومو اکاډمۍ د سرڅېړونکي مرستیال، نورالحبیب نثار وویل: «مهمه دا ده چې خپله هېوادونه د ملي او سیمه ییزو ژبو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.»

د فارسي دري ادبیاتو د انسټیټوټ علمي غړي، محمد متین مونس هم وویل:« که چیرې په ژبو کې تعصب وشي نو هغه ژبه نه پیاوړې کیږي نو په دې خاطر باید ژبه خلاصه پرېږدو.»

د علومو اکاډمۍ د مالوماتو له مخې اوس مهال په ټول هېواد کې پر ۳۲ ژبو خبرې کیږي.
په ۱۹۹۹ زېږیز کال کې له بېلابېلې ژبنۍ او کلتوري ودې سره د مرستې په موخه د فېبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړۍوالې ورځې په نوم و نومول شوه او د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې هم ۲۰۰۸ کال د ژبو د نړۍوال کال په نوم و نوموه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه