د پوهنې وزارت نن (شنبې، د کب په ۱۲مه) طلوعنیوز ته وايي چې د هېواد د ښوونځیو کابو ۸۰ سلنه زدهکوونکو نوي چاپ شوي کتابونه ترلاسه کړي دي.
د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه همدارنګه زیاتوي چې دغه وزارت ۳۸ مېلیونه ټوکه کتابونه چاپ او زدهکوونکو ته یې رسولي دي.
د نوموړي په وینا، د پوهنې وزارت هڅه کوي چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې هم د کتاب د کموالي ستونزې ته رسېدنه وکړي.
منصور احمد حمزه طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په هڅو باندې موږ تقریباً شاوخوا ۸۰ سلنه زدهکوونکو ته کتابونه رسولي دي، چې په دې لړ کې هڅه کوو څو زدهکوونکو ته په وخت سره کتابونه او درسي مواد ورسوو.»
ورته مهال ځينې زده کوونکي وايي چې، په ښوونځیو کې د درسي کتابونو کمښت زدهکوونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
زده کوونکی عثمان د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«هر کال باید موږ ته نوي چاپ شوي کتابونه ووېشل شي او هر زدهکوونکي ته باید پوره کتابونه ورکړل شي؛ ځکه زدهکوونکي يې په شخصي پیسو هم نهشي اخیستلی.»
زدهکوونکي قدیرالله اتل هم وویل:«هغه کتابونه چې موږ يې له بازار څخه اخلو هغه ساده چاپ شوي او په دقیق ډول نهلیدل کېږي او زدهکوونکي له ستونزو سره مخ کوي.»
ځیني ښوونکي هم وايي، د پوهنې وزارت باید په ټول هېواد کې د کتابونو د کمښت ستونزه حل او د ښوونځیو ټولو زدهکوونکو ته درسي کتابونه ووېشي.
ښوونکی نصرت الله یوسفي په دې هکله څرګندوي:«کتابونه چې دي ژر له منځه ځي، نو د پوهنې وزارت باید کتابونه زیات چاپ کړي؛ څو زدهکوونکي ژر د کتابونو د کمښت له ستونزو سره مخ نهشي.»
ښوونکې صدیقه عتیقي وايي:«یو شمېر کتابونه چې زدهکوونکو ته نهورکول کېږي، زدهکوونکي يې په شخصي پیسو په بازار کې اخلي، حکومت باید زدهکوونکو ته ټول کتابونه ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د پوهنې وزارت ویلي و، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې يې ۳۸ مېلیونه کتابونه چاپ کړي او د ښوونځیو زدهکوونکو ته يې د وېش لړۍ پېل کړې ده.