Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا ایران ته: د نشه یي توکو قاچاق له منځه وړل دوه اړخیزه همکاري غواړي

اسلامي امارت د ایران له نشه يي توکو سره د مبارزې د رییس څرګندونو په غبرګون کې وايي، د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره مبارزه دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت ویاند، دبیح الله مجاهد وایي په هېواد کې د صنعتي نشه یي توکو پر ضد مبارزه روانه ده او په خبره یې، هېواد کې د نشه یي توکو فعاله کارخونه نشته.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه:« موږ په افغانستان کې د صنعتي نشه یي توکو سره جدي مبارزه کړې، دا ډاډ ورکوو چې دغه پدیده به هم له منځه ولاړه شي، اوس مهال یې هېڅ کارخونه نشته که وي نیول شوې ده، افغانستان ته یې واردول هم بند شوي او تولید یې هم.»

اوس اوس د ایران د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې ایران له افغانستانه د صنعتي نشه یي توکو د تولید او وارداتو د زیاتوالي شاهد دی.

د ایران د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د مرکزي دفتر رییس، سردار اسکندر مومني ویلي: « سږکال د ۱۰ میاشتنیو شمېرو له مخې، موږ د صنعتي نشه يي توکو، په ځانګړې توګه د میتامفیتامین او شیشې د کشف د شاوخوا شل سلنې زیاتوالي شاهدان یو.»

د نړۍوالو چارو شنونکي، عبدالرحمن شمال طلوع نیوز ته و ویل: « په کار ده چې اوسنی سرپرست حکومت هم د ګاونډیو هېوادونو په هوکړې سره د نشه یي توکو کښت او بېلابېلو هېوادونو ته یې د قاچاق په برخه کې د نړۍوالو هوکړو له مخې لازم ګامونه پورته کړي او که اړتیا وي نو د ګاونډیو هېوادونو له پیاوړتیا هم برخمن کیدای شي څو له افغانستانه د نشه یي توکو د قاچاق او کښت د تل لپاره له منځه لاړ شي.»

د  سیاسي چارو شنونکي، احمد خان اندړ هم په دې اړه وویل: « د ایران ادعاوې چې ډېری وخت له افغانستانه د نشه یي توکو او یا د ترهګریزو ډلو یا داعش په اړه وي، بې ثبوته دي او دا هر څه د لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا سره یې د سیالۍ له امله رامنځته کیږي.»

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د شمېرو له مخې، په دې وروستيو کې يې په څلورو ولايتونو کې څه باندې ١٩٣ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې او په نيمروز او بدخشان ولايتونو کې يې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نيولي دي.

د اسلامي امارت ویاند، دبیح الله مجاهد وایي په هېواد کې د صنعتي نشه یي توکو پر ضد مبارزه روانه ده او په خبره یې، هېواد کې د نشه یي توکو فعاله کارخونه نشته

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه