له نشهيي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر په غونډه کې، د ایران او تاجیکستان له نشهيي توکو سره د مبارزې ادارې مسوولان، پر هغه څه چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او قاچاق بولي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې غونډه کې د تاجیکستان له نشهيي توکو سره د مبارزې د ادارې مسوول ظفر صمد وايي چې نشهيي توکي د افغانستان د شمال له لویو زیرمو د منځنۍ اسيا هېوادونو او اروپايي ټولنې ته قاچاق کېږي.
ظفر صمد زیاته کړه:«د منځنۍ اسیا د هېوادونو په تېره بیا له افغانستان سره د ګډو پولو لرونکو هېوادونو پر وړاندې ګواښ په تدریج سره زیاتېږي؛ ځکه چې په سیمه کې کشف شوي متامفتامین مواد په افغانستان کې جوړېږي.»
د ایران له نشهيي توکو سره د مبارزې د مرکز سرمنشي هم ادعا کوي، چې په وروستیو پنځو کلونو کې په افغانستان کې ۴ زره او ۴۴۵ ټنه تولید شوي مخدره توکي په ایران کې ضبط شوي دي.
د ایران له نشهيي توکو سره د مبارزې د مرکز سرمنشي اسکندر مومني وویل:«په تېرو پنځو کلونو کې زما د همکارانو د سرښندنې په پایله کې نږدې ۴ زره او ۴۵۰ ټنه بېلابېل ډوله مخدره مواد چې له افغانستان سرچینه اخلي، نیول شوي دي. د ایران اسلامي جمهوریت تر اوسه له افغانستانه د مخدره موادو په قاچاق کې د پام وړ کموالي شاهد نهدی.»
که څه هم اسلامي امارت د دغو تاجیکستاني او ایراني چارواکو د ادعاوو په اړه څه نهوايي؛ خو په افغانستان کې د نشهيي توکو له قاچاق او کښت سره د مبارزې په برخه کې د دغو هېوادونو پر نه همکارۍ نیوکه کوي او وايي چې له دغې ستونزې د خلاصون لپاره باید له اسلامي امارت سره هر اړخیزه همکاري ولري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې هکله وویل:«دا موږ مهم ګڼو چې، هېوادونه باید خپل مسوولیت ادا کړي، لومړی دا چې له اسلامي امارت سره عملاً هېڅ همکاري نهده شوې، کهڅه هم ژمنه شوې، خو مرسته نهده شوې. دویم دا چې هغوی هم باید له خپلې خاورې د قاچاق د مخنیوي په برخه کې چې دنده یې ده عمل وکړي.»
د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري هم په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د نشهيي توکو د کنټرول لپاره د نشهيي توکو د قاچاق او کښت په هکله باید په ګډه دوه اړخیزه مبارزه وشي.»
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې وزارت معینیت له طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلي و چې، د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، په افغانستان کې د مخدره توکو پر قاچاق او پلور بندیز لګېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه