Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۴۰۲ کال کې د اسلامي امارت سیاسي لوړې او ژورې

که‌څه هم په ۱۴۰۲ لمریز کال کې اسلامي امارت د نړۍ له خوا په رسمیت ونه‌پېژندل شو؛ خو په سیمه او نړۍ کې له ځينو هېوادونو سره د افغانستان د سرپرست حکومت تعامل پراختیا وموندله.

د سرپرست حکومت د معلوماتو پر بنسټ، د نړۍ او سیمې په هېوادونو کې د اسلامي امارت د استازولیو شمېر ۳۸ ته ورسېد او د اسلامي امارت چارواکو بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه لرلي دي.

نړۍ تل په افغانستان کې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په خونديتوب، د یوه ټول‌ګډوني حکومت جوړېدو، ملي خبرو اترو او له ترهګرۍ سره  مبارزې پورې مشروط بللې ده.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جان کربي د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۱۲مه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په هکله ویلي:«موږ هغوی په افغانستان کې د یوه واکمن ځواک په توګه په رسمیت نه‌دي پېژندلي، نو باید پر خپلو ژمنو عمل وکړو. زما منظور دا دی، چې طالبان څه ډول غواړي د افغانستان لپاره یوه اغېزمنه اداره او یو ګټور اقتصاد رامنځته کړي، په داسې حال کې چې ښځې دغه هېواد د نیم کاري ځواک په توګه په دغه بهیر کې له ګډونه منع کړل شوې دي او له همدې امله موږ به هغوی، د خپلو کړو ژمنو په هکله ځواب ویونکي وبولو.» 

خو اسلامي امارت، ځينې دغه شرطونه د افغانستان کورني مسایل ګڼي او تل یې ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي. په مقابل کې له نړۍ د اسلامي امارت غوښتنه د سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنې سربېره، د کنګل شویو زیرمو خوشي کېدل، د ډيپلوماټیکو اړیکو پراختیا او د اسلامي امارت پر شاوخوا پنځلسو چارواکو د لګول شویو بندیزونو لېرې کول دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ۱۴۰۲ کال د مرغومې پر ۱۶مه ویلي:«هېواد باید د خپل حدود ولري، میلت ولري، او د حکومت په نوم یو ارګان او سازمان شتون ولري، هغوی، هغه په رسمیت وپېژني او هغه څه چې لاسوهنه شمېرل کېږي لکه شمولیت او نه شمولیت او د نظام څرنګوالی دی.»

له هېوادونو سره د اړیکو د بحث په لړ کې سږ کال د اسلامي امارت چارواکو د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو په موخه د پاکستان، قطر، ترکیې، ایران، ترکمنستان، روسیې، چین، قزاقستان او ازبیکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل.

د ۱۴۰۲  کال د غويي پر ۱۵مه پاکستان ته د امیرخان متقي سفر، د ۱۴۰۲ کال د زمري پر ۱۲مه قطر ته د امیرخان متقي سفر، د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۵مه، روسیې ته د امیرخان متقي سفر، د ۱۴۰۲ کال د لړم پر ۶مه، ترکیې ته د امیرخان متقي سفر، د ۱۴۰۲ کال د لړم پر ۱۲مه، ایران ته د ملا عبدالغني برادر سفر، د ۱۴۰۲ کال د مرغومي پر لومړۍ تهران ته د امیرخان متقي سفر، د ۱۴۰۲ کال د کب پر ۱۱مه، ترکمنستان ته د امیرخان متقي سفر، د ۱۴۰۲ کال د کب پر ۱۴مه، قطر ته د یعقوب مجاهد سفر په دغه کال کې د اسلامي امارت د چارواکو تر ټولو مهم سفرونه وو.

امیر خان متقي د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۵مه د سفرونو او اړیکو په تړاو ویلي و:«له ډېریو هېوادونو سره ډپيلوماټيکې اړیکې ډېرې ښې دي او ورځ په ورځ وده کوي. الله (ج) له ۴۵ کلونو وروسته په افغانستان کې امنیت راوست او افغان خاوره او د افغانستان ګاونډیان امنیت ته ورسېدل.»

له بلخوا د چین، روسیې، ازبیکستان او ځینو نورو هېوادونو په ګډون د سیمې هېوادونو تل له نړۍوالو سټېجونو د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر خبرو ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۷مه د افغانستان په هکله ویلي:«سیمه‌ییزه او نړۍواله ټولنه باید د امریکا له متحده ایالاتو وغواړي چې د افغانستان په هکله پر خپلو ژمنو او مسوولیتونو عمل وکړي. لکه‌ څرنګه چې پوهېږو د امریکا او ناټو له خوا ۲۰ کلن ښکېلاک د افغانستان د خلکو لپاره د ډېرو ستونزو او د دغه هېواد د ویجاړۍ لامل شوی دی. امریکا او متحدان یې پر افغانستان یې مرستې بندې کړې، د دغه هېواد شتمنۍ یې کنګل کړې او پر افغانستان یې یو اړخیز بندیزونه ولګول چې د دغه هېواد د اوسېدونکو ستونزې یې لا جدي کړې.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی اصف علي دراني د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۷مه د افغانستان په تړاو د خپل هېواد دریځ داسې بیان کړ:«پاکستان ژمن دی چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د تعامل په ترسراوي، کولای شي چې دغه هېواد ته د سولې له راوستو سره د افغانستان د خلکو له سوکالۍ، ارامښت سره هم مرسته وکړو.»

په دغه کال کې د افغانستان د ډپيلوماټیکو استازولیو شمېر چې له اسلامي امارت سره یې تعامل وکړ، ۳۸ استازولیو ته ورسېد. 

د تلې پر ۱۲مه په هالنډ کې د افغانستان سفارت له اسلامي امارت سره تعامل وکړ، د تلې پر ۱۵مه، په هسپانیا کې د افغانستان سفارت له اسلامي امارت سره تعامل وکړ، د لړم پر ۱۳مه، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د خپل فعالیت د دایمي ځنډولو خبر ورکړ؛ خو د لیندۍ پر ۱۰مه، د هند په حیدراباد ښار کې د افغانستان جنرال کونسل په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د کونسلي خدمتونو د بېرته پېلېدو خبر ورکړ.
  
د کب پر ۸مه، د بهرنیو چارو وزارت په هېواد کې د اذربایجان د سفارت د بېرته پرانیستل کېدو د احتمال خبر ورکړ.

په دې لړ کې د ۱۴۰۲ کال د وږي پر ۲۲مه، چین ژاو شینګ په افغانستان کې د خپل نوي سفیر په توګه معرفي کړ او د بلال کریمي باورلیک یې د افغانستان د سفیر په توګه ومانه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د ۱۴۰۲ د سلواغې پر ۱۱مه ویلي و:«د چین ولسمشر شي جین‌پينګ د افغانستان د اسلامي امارت د ځانګړي استازي او سفیر په توګه د بلال کریمي د باورلیک د منلو تر‎څنګ، په یو لړ مراسمو کې د چین د سفیر په توګه له هغه هرکلی کړی دی.»

دا مسئله د دې لامل شوه، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره د چین د اړیکو ماهیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر «زه فکر کوم غوره چین د دې په هکله د طالبانو د سفیر د باورلیک منل په څه معنا دي او دا چې طالبان په رسمیت پېژني یا نه‌ خبرې وکړي. ما له هغوی مخالف لیدلوري لیدلي دي.»

خو له بلخوا د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د کار اخیستو په تړاو د دغه هېواد د تورونو له امله له اسلام اباد سره د کابل اړیکې خړې پړې شوې.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د ۱۴۰۲ د کب پر ۲۷مه ویلي:«د خیبر پښتونخوا ځينې سیمې چې له افغانستان سره سرحد لري، ترهګر له هغه ځایه پاکستان ته راځي. موږ دغه مسئله د افغانستان له اوسني حکومت سره هم شریکه کړه او پوهېږو چې ترهګر په کومو ځایونو کې پټن‌ځایونه لري.»

اساسي قانون یوه بله مسئله ده چې، پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو د څه باندې دوه نیمو کلونو په تېرېدو سره ناڅرګنده پاتې ده. کله چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو، د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون یې وځنډاوه؛ خو په ۱۴۰۲ کال کې هم سرپرست حکومت په هېواد کې د اساسي قانون پر جوړولو بریالی نه‌شو؛ خو د اسلامي امارت ویاند د کب پر څلورمه طلوع نیوز ته وویل چې، د اساسي قانون د جوړولو هڅې روانې دي؛ خو زیاته یې کړه چې د اساسي قانون نشتوالی په دې معنا نه‌دی چې افغانستان له قانوني تشې سره مخ دی.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د کب پر ۴مه طلوع‌نیوز ته ویلي:«موږ په قانوني تشه کې نه‌یو، اسلامي شریعت ډېر جامع قانون دی چې په حکومت او نظام کې د هر کس دنده مشخصه کوي.»

په داسې حال کې چې په هېواد کې ۱۴۰۲ لمریز کال پای ته رسېږي، په افغانستان کې ځینې مسایل لا هم ناڅرګند دي، لکه د سرپرستې کابینې پر ځای د رسمي کابینې معرفي کېدل او د هېواد د درې رنګه بېرغ د برخلیک روښانه کېدل. وبه لیدل شي چې په راروان لمریز کال کې به د دغو مهمو مسئلو برخلیک څه وي؟.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه