د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پېل سره هممهاله ویلي چې په دغه هېواد کې زدهکړو ته د نجونو نهلاسرسی د توجیه وړ نهدی او د زدهکړو د بنسټيزو
حقونو نقض دی.
د بښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي چې «طالبان» باید د خپلو تبعیضي پروګرامونو د مخته بیولو لپاره له پلمو څخه دې ډډه وکړي.
دغه سازمان زیاته کړې:«نن په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پېلېږي؛ خو له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې نجونې له زدهکړو منعه شوې دي. دغه مسئله د نه منلو او د زدهکړو په برخه کې د بشر د بنسټیزو حقونو نقض دی. طالبان باید ټولو نجونو ته د دې اجازه ورکړي چې، ښوونځيو ته ولاړې شي.»
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم له شپږم ټولګي پورته د زدهکوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو په غبرګون کې زدهکړې د سولې او هوساینې لپاره مهمې بللي او د هېواد له اوسنیو چارواکو یې غوښتي چې، دغه ممنوعیت ته د پای ټکی کېږدي.
یوناما لیکلي:«په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پېلېدو سره، له ۹۰۰ څخه زیاتې ورځې کېږي چې له ۱۲ کلونو څخه لوړ عمر لرونکې نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګه منعه شوې دي. یوناما له واکمنو چارواکو غواړي چې دغه ناعادلانه او زیان رسونکی بندیز پای ته ورسوي. زدهکړه ټولو ته د سولې او سوکالۍ لپاره اړینه ده.»
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانټ پټېل بیا د افغان نجونو او ښځو حقونو ته درناوی مهم ګڼي.
ښاغلي پټېل ویلي:«په صراحت سره مو ویلي چې په لومړي ګام کې، طالبانو باید ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نه وای نیولې. د افغان نجونو او ښځو د حقونو رعایتول په افغانستان کې د امریکا د هڅو لپاره ډېر مهم دي.»
سونیا چې د لسم ټولګي زدهکوونکې وه د طلوعنیوز خبریالې ته وايي:«د دې لپاره چې په کور کې غمجنه وم، د خیاطۍ کورس ته راغلې یم. کهچېرې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستي وای، تېر کال فارغېدم.»
د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله لمیا شېرزۍ هم طلوعنیوز ته څرګندوي:«نړۍوالې ټولنې په دغو درې کلونو کې یوازې د کاغذ پر مخ غبرګونونه لرلي دي، چې نور افغان نجونې د نړۍوالې ټولنې پر دغو ننداریزو غبرګونونو باور نهلري. طالبان باید د افغانستان د ودې او پراختیا لپاره، نجونو ته درناوی وکړي او د زدهکړې حق ورکړي.»
د ویلو ده چې، له څه باندې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځيو تړل پاتې کېدل ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه له ځانه سره درلودل؛ خو اسلامي امارت بیا تل ویلي چې، له شپږم ټولګي پورته د زدهکوونکو نجونو د ښوونځيو تړل کېدل دایمي نهدي.
په دې اړه مو اندونه