Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خیاطان: د اختر له را رسېدو سره مو کار زیات شوی دی

د اختر د ورځو په رانږدې کېدو سره د کالیو ګنډلو ماشینونو کار اخیستل زیاتېږي او خیاطان تر بل هر وخت ډېر د خپلو مشتریانو د فرمایشونو پر برابرولو بوخت وي.

د پلازمېنې یو شمېر خیاطان د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره د خپل کارو بار د ښه کېدو خبره کوي او زیاتوي چې هر کال یې د اختر په رارسېدو سره کارو بار ښه کیږي.

خیاط، سمیع الله طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: "اختر ته هم نهه یا لس ورځې پاتې دي، د کالیو، واسکټونو او دریشۍ کار ډير کم دی خو د افغاني دودیزو کالیو کار ډیر زیات دی، اوس وخت مو ډيری مشتريان مجاهدين دي."

یوه بل خیاط، زین الله هم و ویل: "زموږ کار و بار ۲۴ ساعته شوی دی، هم مو د ورځې کارمندان زیات شوي، د شپې له خوا هم کار کوي. د ورځې له دې ځایه جوړې راټولیږي او بیا یې کارخونې ته وړو چې هلته یې وګنډو."

یو شمېر نور خیاطان بیا وايي، که څه هم کار زیات دی خو د نورو کلونو پرتله کم شوی ځکه بې وزلي زیاته ده.

خیاط، هدایت الله طلوع نیوز ته و ویل: "په اختر کې د نویو کالیو ګنډلو دود د نورو کلونو پرتله پیکه شوی ځکه بې وزلي زیاته ده."

نوروزعلي چې د کابل ښار یو له خیاطانو دی و ویل:"اختر دی او کارو بار مو ماشاالله ډير زیات دی. په ځانګړې توګه د افغاني دودیزو کالیو او واسکټونو"

بل پلو، د کابل ښاروالۍ هم وایي، چې په ټولو ناحیو کې یې پر خیاطانو نرخپاڼې وېشلي، چې له مخې یې د اختر په ورځو کې د هېوادوالو جامې وګنډي.

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي و ویل: "په مشخص ډول په درېیو سیمو، بهارستان، شهرنو او وزیر اکبر خان کې د لویانو یوه جوړه څلور سوه افغانۍ ده. تر دولسو کلونو د کم عمره ماشومانو جوړه بیا په ټولو سیمو کې په دوه نیم سوه ګنډل کیږي."

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د اختر په رانږدې کېدو سره هېوادوال اختر ته د تابیا لپاره خپل ځان او خپلې کورنۍ ته جامې ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه