Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان کډوالو د را ایستنې د دویم پړاو پیل؛ څه باندې ۵۰ تنه را اړول شوي دي

له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د دوهم پړاو په لومړۍ ورځ تر ۵۰ ډیر کسان له دغه هیواد څخه په زوره ایستل شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي چې څه باندې ۵۰ افغان کډوال له دغه هیواده په زوره را ایستل شوي او بیرته هیواد ته را ستانه شوي دي.

د کډوالو او را ستنیدونکو چارو وزارت په وینا یاد وزارت د دغو کډوالو ستونزو ته د رسیدو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د کډوالو چارو کارپوه، علي رضا کریمي و ویل: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو له بنسټونو، لوړ پوړو چارواکو، موسسو او د کډوالو له اړوندو دفترونو سره کیني، څو پاکستاني چارواکي قانع کړي چې افغانستان ته د ډيپورټ پړاو پیلول یوه ستره تېروتنه ده.»

خو په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال د دوي پر وړاندې د پاکستان پر دغو تګلارو نیوکه کوي او د ایستلو په اړه یې د اسلام آباد د بیا کتنې یا غور غوښتنه کوي.

په پاکستان کې افغان کډوال، اختر محمد وايي: «له اسنادو پرته کډوالو ته یې ویلي چې ولاړ شئ. موږ یې په ډېره بده توګه را و ایستلو. »

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال، محمد یونس قاري زاده هم و ویل: «له ملګرو ملتونو زموږ یوه بله غوښتنه دا ده، چې له پاکستان حکومت سره یو پروګرام تنظیم کړي او هغه کسان چې د ملګرو ملتونو له سازمان سره ثبت دي، د پاکستان دولت او پولیس یې و نه ځوروي.»

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په پاکستان کې درې نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې نږدې شپږ سوه زره افغان کډوال په زوره یا اجباري ډول له دغه هیواده را وایستل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه