Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ښوونیزو مرکزونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د منع کېدو ادعاوې

په پلازمېنه کې د ځينو ښوونیزو مرکزونو مسوولان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د نویو بندیزونو خبره کوي.

دغو مسوولانو ادعا کړې، پوهنې وزارت له هغوی تعهد اخیستی چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته په ښوونیزو مرکزونو کې زده‌کړې ورنه‌کړي.

د ښوونیز بنسټ مسووله مژده ولي‌زاده طلوع‌نیوز ته وايي:«چې په ټولګیو کې مو یوه ښځیه زده‌کوونکې حضور نه‌ولري؛ د دغو موضوع‌ګانو له امله ټول زده‌کوونکي ډېر اندېښمن دي او کله چې زده‌کوونکي له موږ هم پوښتنه کوي، موږ د رد ځواب ورکوو، دا زموږ لپاره ستره او خواشینونکې ده.»

د ښوونیز بنسټ مسوول رحماني هم څرګندوي:«له موږ څخه ژمنه اخیستل شوې، له ټولو مرکزونو اخیستل شوې، زموږ اندېښنې زیاتې دي؛ ځکه ځينو ښوونکو خپلې دندې پرېیښې دي چې ښځينه استادانې هم شاملې دي.»

ورته مهال تر شپږم ټولګي پورته یو شمېر زده‌کونکې نجونې د ناهیلۍ په څرګندولو سره وايي چې اسلامي امارت باید دوی د زده‌کړو له حقه بې برخې نه‌کړي.

دوی یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو دروازې یې پر مخ پرانیزي.

د لسم ټولګي زده‌کونکې ګلثوم وویل:«کله چې په کور کې وئ، له فکر او خواشینۍ څخه پرته نور هېڅ هم په فکر کې نه‌وي. درس او زده‌کړې کولای شي انسان ته ډېر پرمختګ ورکړي او د انسان ذهن روښانه کوي.»

د اووم ټولګي زده کوونکې حسینه هم وايي:«دوه نیم کاله کېږي چې له زده‌کړو او تعلیم څخه بې‌برخې یو. زموږ یوازېنۍ هیله دا وه که‌چېرې ونه‌کړای شو چې ښوونځي ته ولاړې شو، کورس ته خو تلای شو.»

خو اسلامي امارت تر اوسه په ښوونیزو بنسټونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د تازه محدودیتونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د ښوونیزو مرکزونو مسوولانو ادعا کړې، پوهنې وزارت له هغوی تعهد اخیستی چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته په ښوونیزو مرکزونو کې زده‌کړې ورنه‌کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه