Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندز کروندګر د اېنجې له ټیټې بیې شکایت کوي

کندوز کې کروندګر د اینجې بیو له ټیټوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې یاد بوټي ته د بازار موندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د دغه طبي بوټي کروندګر وایي، وروستیو کلونو کې یې کښت زیات شوی دی او ځکه خو یې بیې هم ټیټې شوي دي.

کروندګر محمد قدیر طلوع نیوز ته و ویل: « پخوا د اینجې بازار ښه و او ټولو خلکو هڅه کوله چې همدا بوټۍ وکري، اوس دا دی یو کال کیږي چې د هینګ بازار پیکه شوی دی او د کاریګرو لګښت هم نه پوره کوي. له حکومته غواړو چې همکاري وکړي ترڅو خلک له ستونزو خلاص شي.»

کروندګر میر علم داسې و ویل: « ځمکه د یو کال لپاره په لس یا یوولس زرو افغانیو اجاره کوو او اینجه پنځو کلونو کې ثمر ته رسیږي نو که بازارونه یې همداسې وي خپل لګښت هم نه پوره کوي. هیله مو دا ده چې د اینجې لپاره بازار موندنه وشي.»

کروندګر فقیر محمد و ویل: « پخوا یې بازار ښه و خو اوس اینجه هیڅ بازار نه لري. »

خو د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین ډاډ ورکوي چې دغه ولایت کې به د انجې کروندګرو ستونزې حل او حاصلاتو ته به یې مناسب بازار پیدا کړي.

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر صلاح الدین واحدي د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: « د کرنې ریاست هڅه کوي چې د انیجې بوټي ته بازار پیدا کړي ځکه دا په بازار کې یو نوی بوټی دی. د اینجې بوټی په دې وروستیو کې ډېر شوی دی او یوازې په کندز کې پر زر هکټاره ځمکه کرل شوی دی.»

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېر پربنسټ په ورستیو کلونو کې د دغه ولایت بېلابېلو برخو کې له زر هکتاره زیاتې ځمکې باندې اینجه یا انغوزه کرل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه