اجراییه رییس وایي بې عدالتي په هېواد کې د توندلارو نظریاتو د زیاتوالي اصلي لامل دی او باید د دې ښکارندې په وړاندې ټول سره یو لاس شو.
ښاغلي عبدالله نن «له توندلارۍ سره د مبارزې لپاره د هم فکرۍ» په غونډه کې ګډون کړی وه، وویل د توندلارۍ ښکارندې ډېری قربانیان چې د اسلام تر نامه ترسره کېږي، په اسلامي هېوادونو کې دي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«په هر ځای کې چې بې عدالتي وي، وروسته د افراطي افکارو د ودې لپاره زمینه پیدا کېږي. »
له بلخوا د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وایي هغه کسان چې له توندلارۍ سره د مبارزې شعارونه ورکوي په خپله دا ښکارنده په یو ډول پراخه وي.
محمد محقق څرګنده کړه:«په دې څو کلونو کې چې ترهګري او تکفیري په سیمه کې پيدا شوي دي، کهڅه هم د مسلمانانو تباه کېدل دي، کهڅه هم د مسلمانانو وژل دي، او که څه هم د اسلامي هېوادونو خرابول دي.»
د سولې، رسنیو او ښې حکومتولۍ انسټېټیوټ له خوا په کابل کې له توندلارۍ سره د مبارزې لپاره په نړیواله غونډه د ایران، پاکستان، هند او مصر د دیني عالمانو او علمي شخصیتونو پر ګډون سربېره د مطر ازهر پوهنتون رییس او د ایران یو لوی شیعه عالم هم د توندلارو نظریو په اړه خپل نظریات رالېږلي دي.
د مصر الازهر شیخ، شیخ احمد الطیب په دې اړه وویل:«هغوی د خلکو په زړونو کې د وېر لپاره وژني، سر پرېکوي، او بې ګناه خلک په ژوند سوځوي.»
په ایران کې د شیعه مذهبو یو پېژندل شوی عالم ایت الله مکارم شیرازي هم وايي:«د هغوی لپاره شیعه او سني توپير نهلري نو پر دې اساس د اسلام نړۍ لپاره یو ګواښ دی. دغه خطر په هغو ځایونو کې چې اور نه دی بل شوی ناامنه کړي دي.»
له دې مخکې پاکستان تل د ترهګرو پټنځای او همداراز د دې هېواد مدرسې د دوی لپاره خوندي روزنیز مرکزونه بلل شوي خو د علامه اقبال لاهوري پوهنتون رییس وايي په پاکستان کې درې مېلیونه او ۶۰۰ زره کسان په دغو مدرسو کې په زده کړو بوخت دي او د حکومت ترڅارنې لاندې دي.
د علامه اقبال لاهوري پوهنتون رییس اصغر زیاته کړه:« یو طالب علم چې درس لولي، هغه له ځان سره یو چاکو هم نهلري، هغه کسان چې په مدرسو کې دي، هلته عالمان دي، د علم طالبان دي.»
په هند کې د نهرو پوهنتون رییس اختر حین هم زیاتوي:«هره ورځ د توندلارۍ او خونړۍ پېښې کېږي، څوک د دغو پلیتو او نامناسبو ښکارندو ګرم دي.»
د دې ناستې ګډونوال په هېواد کې د توندلارۍ په وړاندې پر یووالي ټینګار کوي خو وایي باید د دغو نظریاتو ریښې پيدا او په وړاندې یې ټول یو موټی شي.