د احمد شاه مسعود بیناد د ولسمشر له خوا غازي امان الله خان ته د ملي اتل د لقب کارول د قانون خلاف او غلط کار بولي، او د ملي اتل لقب په احمد شاه مسعود پورې اړوند بولي.
داحمد شاه مسعود د بنیاد مشر احمد ولی مسعود له ولسمشر څخه په نیوکي سره وایي چې ښاغلی غني امان الله خان ته د ملي اتل په لقب ورکولو سره د خلکو ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا رامنځته کوي.
احمد ولي مسعود وویل:«کله چې تاسئ د ملي اتل لقب په بل چا پورې یې تړئ،په داسې حال کې چې هغه د درناوي وړ دی،په واقعیت کې د خلکو یوه بله ستره کتله چې ځان په هغه پورې تړلي او اړوند بولي حساس کوي.»
احمدولي مسعود وايي چې ولسمشر احمدشاه مسعود ته دومره لېوالتیا نهلري.
احمد ولي مسعود زیاتوي:«پوهېږم ښاغلی اشرف غني احمدزی د هېواد ملي اتل شهید احمد شاه مسعود شخصیت ته چندان لېوالتیا نهلري.خو دا د دې په مانا نه دی چې فضا یو اندازه خړه کړي او د هېوادوالو ترمنځ بې اعتباري رامنځته کړي.»
د احمدشاه مسعود بنسټ ټینګار کوي احمدشاه مسعود ته د ملي اتل نوم ورکول، د ولسمشر په فرمان، د لویې جرګې په پرېکړې او د ولسي جرګې په مصوبې تصویب شوي، له همدې امله د بل چا لپاره د دې نوم کارول د هېواد د قوانینو پرخلاف دي.
ولسمشر وايي:«زه نن وړیام چې زموږ د«ملي اتل»امان الله خان یوه هیله نن د پلي کېدو په حال کې ده.»