Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

استانه کې دغني دبحث محور له ترهګرۍ سره مبارزه او دسوداګرۍ پراختیا

د ولسمشرۍماڼۍ د مطبوعاتو دفتر په یوې خبرپاڼه کې چې نن جمعه(د غبرګولي په ۱۹ مه)رسنیو ته استولې ده، وايي چې ولسمشر غني د شانګ‎های د غونډې په څنډه کې په استانه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحث کړی دی.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر د ازبیکستان له ولسمشر سره، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د یوې ګډې کمېټې په اړه هوکړه کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د پنجشنبې په ورځ د شانګ‎های د غونډې په څنګ کې د قزاقستان په مرکز استانه کې له یو بل سره لیده کاته کړي دي.

په دغې لیدنه کې د ازبیکستان ولسمشر ویلي چې د هېواد واکه لرونکو استازو یې د دوه هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتولي لپاره د لارې یوه نقشه چمتو کړې ده،ترڅو دهغه پر بنسټ د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اړیکو څرنګوالی او همدارنګه د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د همکاریو کچه تعریف شي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې ولسمشر غني په دغه لیدنه کې ترهګري د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتوالي لپاره اصلي کواښ بولي او ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د ازبیکستان ونډه ډېره مهمه ده.

ولسمشر غني ویلي:«موږ پراخ اقتصادي لیدلوری لرو او غواړم چې له ازبیکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې د حیرتان بندر له لارې زیاتې کړي.»

د ارګ د خبرپاڼې په بنسټ، د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د پنجشنبې پر ماښام له ولسمشر غني سره د استانې په ښار کې ولیدل او دواړو لوریو په بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي پروژو خبرې اترې کړې دي.

په دغې لیدنه کې د تاجیکستان ولسمشر په دغې لیدنه کې ژمنه کړې چې د ټرانزیت په برخه کې په ځانګړې توګه په شیرخان بندر او د چین- ایران د اوسپنې پټلۍ په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.

له دې ټول سره ولسمشر غني ویلي دي چې افغانستان چمتو دی چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې سربېره برېښايي پروژې عملي کړي.

هغه وویل:«موږ غواړو چې په راتلونکي کې له تاجیکستان څخه ډېره برېښنا وارده کړو.»

له بلخوا ولسمشر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم د استانه په ښار کې لیده کاته کړي دي او دواړو خواوو د «کابل پروسې» په اړه چې د سې‎شنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوه خبرې کړې دي او همدارنګه له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزه یې ټینګار کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه کاږي چې دواړو لوریو، د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه کړې ده.

شریک یي کړئ