Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسپر: طالبان د تاوتریخوالي په کمښت کې پاتې راغلي دي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ټينګار کوي چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمښت کې پاتې راغلي دي.

ښاغلی اسپر وايي چې د افغانستان د سولې بهیر په هغه ډول چې تمه کېده په چټک تیا مخته نه ځي او طالبان په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د تاوتریخوالي په کموالي کې ناکام شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر د امریکا بروکلین انسټېټیوټ کې په یوې غونډه کې وینا کې له طالبانو سره د سولې هوکړې څخه وروسته د دغې ډلې له خوا ۴۵۰۰ بریدونو په غبرګون کې وايي چې له جګړې سره هېڅ لوری نه شي بریالی کېدای.

هغه څرګنده کړه:«د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړه، بریا نه لري. پوځي حل لار شتون نه لري. موږ باید د دغه کار لپاره یوه سیاسي حل لار ولرو، دا هغه بهیر دی چې موږ تنظیم کړی دی.»

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر وايي چې له افغانستانه د امریکا څوارلس ماشتینی خروج لا هم په لار کې دی او د افغانستان د مشرانو یعنې اشرف غني او عبدالله ترمنځ د واک وېش مهمو خبرو اترو ته په تمه دی، هغه دوه تنه چې ځانونه د افغانستان ولسمشر ګڼي. 

ښاغلي اسپر وویل:«موږ دم ګړۍ پوهېږو چې د غني او عبدالله ترمنځ د واک پر وېش ګډه هوکړه رامنځته شوې ده. که چېرې دا له بریا سره مل وي، کولای شو مرکچي پلاوی رامنځته کړو چې له هغې وروسته له طالبانو سره کېني.»

هغه زیاته کړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ځينو بندیانو د ادلون بدلون شوی، «خو بسندویه نه ده.» هغه همدارنګه وايي چې «تاوتریخوالی کم شوی نه دی.» چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په پټې  ضمیمه کې د هغه په اړه ژمنه شوې وه.

د امریکا دفاع وزیر وویل:«د ورځې په پای کې، موږ بیا غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان د ترهګرو په امن پټنځای بدل نه شي. په افغانستان کې د ځواکونو د کموالي په هکله موږ به ځینې پرېکړې وکړو چې د شرایطو پر بنسټ وي.»

ورته مهال ولسمشر غني یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او سیاسي بهیر ته مخه کړي.

ښاغلي غني په دې اړه وویل:«له بدغه مرغه جګړې د کووېډ نولس ناروغۍ په وړاندې زموږ پر پاملرنې اوږد سیوری غوړولی دی. طالبانو تراوسه د یوه بشرپاله اوربند په هکله زموږ غوښتنه نه ده منلې. موږ له طالبانو غواړو چې له بې مانا تاوتریخوالي لاس واخلي او سیاسي بهر ته دې داخل شي چې افغانستان د سولې او ټیګاو شاهد وي.»

خو طالبانو د تاوتریخوالي کموالي په هکله د افغان حکومت، هېوادوالو او همدارنګه نړیوالې ټولنې غوښتنه رد کړې ده او د هغه علت له امریکا سره د دغې ډلې د هوکړه لیک نه عملي کېدل ګڼي.    

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر وايي چې له افغانستانه د امریکا څوارلس ماشتینی خروج لا هم په لار کې دی.

شریک یي کړئ