Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

واشنګټن د سولې هوکړې ته د طالبانو ژمنې په جدي توګه څېړي

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان وايي چې واشنګټن د دوحې هوکړې په هکله د طالبانو ژمنتیا په جدي توګه څېړي او وروسته به پرېکړه وشي چې څه ډول مخته ولاړ شي.

سولېوان چې تېره ماښام د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې وینا کوله، وویل چې طالبان باید له افغان حکومت سره واقعي مذاکرات ولري نه ساختګي:«موږ اوس د درې شرطونو په هکله د طالبانو د ژمنتیا کچه څېړو او د هغه پربنسټ، د ځواکونو د شمېر او ډیپلوماټيکې تګلارې په هکله به مو پرېکړه وکړو.»

د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وايي چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي:«د دوحې هوکړه لیک، طالبانو ته د پام وړ شرایط وړاندې کړي چې د هغه درې شرطونه ډېر مهم دي. لومړی دا چې هغوی دې په جدي توګه له د القاعده شبکې په ګډون له ټولو ترهګرو ډول سره خپلې اړیکې پرې کړي. دویم دا چې په معنا لرونکي توګه د تاوتریخوالي کچه کمه کړي او له اوربند سره مرسته وکړي. درېیمه دا چې له افغان حکومت سره په واقعي توګه، نه په ساختګي، مذاکره وکړي.»

سولېوان همدارنګه زیاتوي چې امریکا د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو ملاتړ کوي:«تېر حکومت، په افغانستان کې د شخړو د پای لپاره، د ښکېلو لوریو ترمنځ د یوې سیاسې عادلانه او پایدارې هوکړې لپاره مذاکرات تنظیم کړل او له هغې یې ملاتړ وکړ. موږ د دغه کار له اصلي چارچوکاټه ډېر ملاتړ کوو.»

ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د مسلې په هکله له خپل امریکايي سیاس سره خبرې اترې کړې دي، وايی چې هیله من دی چې په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکرات دوام ومومي.

هغه د افغانستان له مشرانو غواړي چې له دغې موکې استفاده وکړي:«پاکستان تل ویلي دي چې د افغانستان د شخړو لپاره پوځي حل لار شتون نه لري او د مذاکراتو له لارې یوه سیاسي هوکړه یوازۍ لار ده. زموږ دغه اصولي دریځ هغه مهال تصدیق شو چې په دغې شخړه کې ټولو ښکېلو لوریو هوکړه وکړه چې د خبرو اترو له لارې یوې حل لارې په لټه کې دي. پاکستان د سولې له هغه بهیره ملاتړ کړی دی چې تراوسه یې د هغه پرمختګ ته مثبته همکاري کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ولسمشر غني د اسپین په امنیتي ټولګه کې په خپله وینا کې وویل چې ټاکل شوې له امریکا یوه ډله افغانستان ته راشي چې د سولې بهیر څرنګوالی وارزوي.

شریک یي کړئ